د عمران خان د پلویانو لخوا د روانو لاریونونو په ترڅ کې د دوی او پولیسو تر منځ اخ و ډب رامنځته شوی دی.
د رويټرز د خبر له مخې په دغه اخ و ډب کې یو تن پاکستانی پولیس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
یاد لاریونونه چې له تېرو دوو ورځو روان دي، لاریون کوونکي له اوسني حکومت غواړي ترڅو عمران خان دې له بند ازاد کړي.