البوم


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • صديق الله بدر
  • 1172

 صابر، چې سورلۍ د جلال اباد په اډه کې ښکته کړه، نېغ يې د درېيم مکروريان لاره خپله کړه. څه ټوټه لاره يې لا نه وه وهلې، چې موټر يې بېرته د ښار په لوري وګرځاوه او له ځانه سره يې وويل: (( درې شپې ورځې وروسته کور ته ځې، هغه هم خالي لاس!)

له ځانه سره يې وخندل او بيا يې پر اکسلېټر پښه کېښوده. په فروشګاه کې له موټره راښکته شو او له لنډ سوچ وروسته يې نيم يو بېروتي مڼې واخيستې او کله، چې غوښتل يې موټر ته پورته شي يو نری اواز يې تر غوږ شو. شاته يې وکتل، يو څلور کلن ماشوم، چې خپله مور يې تر لاس ټينګه نيولې وه، د ده د مڼو پلاستيک ته په اشارې خپل پلار ته، چې لږې ارزان بيې مڼې اخيستې وې، وويل: (( ماته هغه سرې مڼې واخله، هغه کاکا، چې اخيستي، دا مڼې نه خورم.))
صابر موسکی شو، موټر ته وخوت او د مکروريانونو پر لار سېخ شو.  په نيمه لار کې بيا له ځان سره لګيا شو: (( دا ځل شکريې ته وايم، چې نور بس دی، دوه درې کاله وشول؛ اخر واده کول د اولاد لپاره دی، اخ، چې اوس زموږ هم ماشوم وای، هغه مو له ځان سره ښار ته راوستی او هرڅه يې، چې زړه غوښت، هغه مو ورته اخيستی.))
صابر په سوچ کې لاړ او لږ ځنډ وروسته بيا لګيا شو: (( هو! نور بس دی، شکريه مجبوروم، چې زما خبره ومني او د اولادډيوه مو په کور کې بله شي...که يې ونه مني؟ نه، نه! مني يې. يوه غټه تحفه ورته واخلم، ‎دا ځل به حتما زما خبره مني، هو، حتما.))
صابر د موټر مخه بېرته د ښار پر لوري واړاوه او په څو شېبو کې د سرای شهزاده په راسته کې د زرګريو د يو دکان مخې ته ودرېد. دکان ته په ننوتلو تر سلام وروسته يې سم له واره وويل: (( اشنا! د سرو يو ښه ښايسته او غټ سيټ راکړه.))
زرګر په خندا ورته وويل: (( یار! څه کوې، په کور کې خو دې زرګري نه ده جوړه کړې، په دومره ډېر سره باندې څه کوې؟ لکه، چې ورېندار د سرو په سيند کې ډوبوې. بس يې دی ظالمه. هره مياشت، يو شی نه يو شی خامخا ورته اخلې. د شراکت پيسې دې هم کرار کرار راسره ختمېږي.))
صابر موسکی شو: (( اشنا د ښځو خو همدا خوښ دي، دا چې ورته ونه کړو، څه وکړو؟ اخر همدې ښځو ته خو يې ګټو که نه.))
زرګر څه ونه ويل او په بېړه يو  ښکلی سيټ يې هغه ته ورښکاره کړه: (( دا لرم، خو ډېر قيمت.))
صابر وخندل او يو بنډل زرګونونه يې هغه ته ونيول: (( په قيمت پسې يې ګرځه مه، رايې کړه، چې ناوخته دی. پاتې پیسې يې د شراکت له پيسو وګرځوه.))
محمود خان پله سره يوې پنډې او سرې سپينې ښځې، چې يو غټ دپلوماټ بيک ورسره و، ورته لاس ونيو. ده موټر ودراوه، خو ژر يې بېرته چالان کړ. څو قدمه مخته ودرېد او ليورس د ښځې پر خوا راغی: (( ځه دا به ورسوم، يو غيران مې هم جيب کې پاتې نه شول، د سګرټو پیسې خو به راوځي.))
له ښځې سره نږدې يې موټر ودراوه. ښځه بې له دې، چې د ځای او کرايې خبره وکړي، د موټر شاتنۍ دروازه خلاصه کړه، دپلوماټ بيک يې د څوکۍ پر سر کېښود او خپله په مخکينی سيټ کې له صابر سره کېناسته: (( استاد جانه! ډېره ستړې يم، تر دې زړو مکروريانو پورې ځمه، د کرايې غم مه کوه.))
صابر ورته وويل: (( ګوره! شاته کېنه، په طالبانو  مې مه ډبوه.))
هغې د صابر په خبره غوږ ونه ګراوه. صابر زړه نا زړه موټر چالان کړ. زړو مکروریانو ته نږدې ښځې صابر ته وویل: (( هئ! ته يوه دقيقه همدلته بريک شه.))
صابر شاوخوا ته وکتل، زړه کې خوشاله شو، چې ښځه شاته سيټ ځي. ښځه په بېړه له موټره ښکته شوه او د سرک تر غاړې يې پر دوو پليو روان سړيو غږ وکړ: (( هئ! چېرې ځئ، ولې پرون ماښام بيا رانغلئ، پخپلو پيسو ووېرېدئ؟))
هغو سړيو دې ته ورنږدې شول، ورو ورو يې ورته څه وويلې او ترې روان شول. ښځه هم په تادۍ موټر ته وخته.
زړو مکروريانو ته په رسېدو، هغې صابر ته وويل: (( هاغه منځني بلاک ته مې بوځه.))
بلاک ته په رسېدو، پنډې ښځې صابر ته د بلاک د لومړۍ زينې مخې ته د درېدو وويل، صابر موټر هلته ودراوه. ښځه ښکته شوه او ويې ويل: (( يوه دقيقه صبر وکړه، چې پیسې راوړم.))
خو ژر يې خبره بدله کړه: (( که نه ځه! په پيسو څه کوې. پيسه داره سړی يې. دا د سرو ښکلی سيټ، دا عالی مڼې، خو راته ستړی ښکارې. راځه له ما سره، پیسې به هلته درکړم، يو څه دمه به وکړې.))
-        نه، زه نه درځم، پیسې د کوم ماشوم په لاس راولېږه.
ښځې وربوز ونيو: (( له ما کره ماشوم نشته، که پیسې غواړې نو بيک مې درسره واخله او په ما پسې راشه، که نه په مخه دې ګلونه.))
صابر زړه نا زړه له موټر نه ښکته شو، دپلوماټ بيک يې واخيست او په ښځې پسې روان شو. دواړه په شپږم پوړ کې يو اپارتمان ته ننوتل. له ننوتو سره صابر پښه نیولی شو. خو ښځې له لاسه په زور  راکش کړ او ور يې وتاړه. صابر د هغې ښځې په خبره په يوه نسبتا وړه کوټه کې، چې يو دفتر ته پاتې کېده، پر يو کوچ کېناست. شاوخوا دېوالونو ته يې وکتل. پر دېوالونو ګردچاپېر بربنډ او نيمه بربنډ عکسونه لګېدلي وو، د هغو په ليدو له خپله ځايه راولاړ شو، چې ووځي. د ده له راولاړېدو سره ور خلاص شو او پنډه ښځه، چې د پنځوسو کلونو په منګ معلومېده، په لوڅ سر، ځلبلي مخ او سرو کړو شونډ کوټې ته راننوته. صابر ته يې د بېرته ناستې وويل. صابر ونه منله خو پنډې ښځې سترګې پرې رابرګې کړې: (( که نه کېنې، شورماشور جوړوم. اوس، چې راغلی يې کرار کېنه يو څه عيش خو وکړه.))
صابر ووېرېد، بې خوده پر کوچ کېناست او هيڅ يې هم ونه ويل. پنډې ښځې په کوټه کې د يوې المارۍ له منځه د عکسونو يو البوم راواخيست او د ده تر مخه يې کېښود: (( زه دې بلې کوټې ته سر ښکاره کوم، ژر راځم، ته په دوی کې يوه خوښه کړه.))
صابر وره ته نږدې شو، چې ووځي خو ور تړلی و، بېرته راغی او زړه نا زړه يې البوم پرانست. د يو دوه عکسونو  په کتلو سره يې هغه بېرته بند کړ: (( خدای د سپوږمۍ په شانتې ښځه راکړې، نه، نه! دا چټي کار نه کوم، خو څه وکړم.))
تر څه شېبې سوچ له ځان سره لګيا شو: (( همم...له پنډې سره وعده کوم، چې سبا راځم.))
صابر په همدې سوچ کې و، چې پنډه له يو بوتل فانتا سره کوټې ته راننوته: (( خوښه دې کړه که نه، ته راښکاره کړه، چې ذوق دې وګورم.))
-  ما کله هم دا کارونه نه دي کړي، اخر زه ولې دا کار وکړم، زه ښځه لرم، د سپوږمۍ په شانتې ښځه.
پنډ‌ې سترګې پرې رابرګې کړې: ((څو يې خوښه نه کړې، له دې کوره نه شې وتی. خامخا به يې خوښوې که نه خو پوهېږې، چې څه کوم.))
صابر له ځان سره وويل: (( که دا کار ونه کړم، رسوايي به کوي، خلک به راخبر شي، مېرمن او خپلوان به مې خبر شي، رسوا به شم. نه، نه! ورسره منم.))
هغه پر کوچ کېناست او البوم يې راپرانست. په البوم کې د شپږم عکس په ليدلو يو دم ورېږدېد: (( څه!؟ نه، نه! دا نه شي کېدای... دا هغه نه ده.))
صابر خپلې سترګې وموښلې او بيا عکس ته ځير شو: (( نه، نه! دا هغه نه شي کېدای...دا هغې ته ورته څوک ده... هو... هو هغې ته ورته... توبه توبه دا څه بد فکر مې وکړ، خدايه ته مې وبښې. دا هغه نه شي کېدای.))
پنډې پرې غږ وکړ: (( ته راکړه، دا څوک دې خوښه کړه، چې خولې يې درباندې ماتې کړې.))
هغې البوم له صابر نه واخيست او ورغبرګه يې کړه: (( اوهو! قيامتي مال دې خوښ کړی، خود به خولې درباندې ماتېږي، دا ښځه نه ښاپيرۍ ده، ټول په همدې پسې مړه مړه دي. ته هم همدا غواړې؟))
صابر په هماغه چرتي حالت کې ځواب ورکړ: (( هو! همدا غواړم، همدا شېبه او هغه سيټ هم ورکوم.))
پنډه موسکۍ شوه: (( هغه خو اوس نشته، تر غرمې دمخه تللې. دا به څنګه شي هغې د تل په څېر ويلي، چې دا هفته دوه درې ورځې نه شي راتلی، خو ځه خير ته بل سبا راشه! مګر ګوره، چې ډک جېب راشې، د دې مرغۍ نرخ تر نورو لس چنده اوچت دی، ومې ويل که نه قيامتي ده.))
صابر په منډه له هغه اپارتمان نه ووت. په لاره کې له ځان سره په ګډو وډو سر شو: (( نه، زما شکريه داسې نه شي کېدای. هغه مې په مئينتوب کړېده، ټوله دنيا مې ترې ځار کړې، هغه هم راسره مينه لري، ما د هغې په خاطر د واده په اوله هفته پلار او مور پرېښودل او د هغې په خوښه مې په درېيم مکروريان کې ورته کور واخيست. نه، نه! هغه دا نه شي کېدای. هغه بل څوک ده.))
صابر په همدې فکرونو او سوچونو کې کور ته راورسېد. د زنګ تڼۍ يې کېکاږله. مېرمن يې په خوب وړو سترګو ورپرانست. تر ستړي مشي وروسته صابر نېغ د خوب کوټې ته لاړ، له لنډ سوچ وروسته يې په ډېره مينه د شکريې له ملا نه لاسونه تاو کړل: پوهېږې ما درته سيټ...))
 خو شکريې يې خبره غوسه او لاسونه يې له خپلې ملا ايسته کړل: (( اوس څمله، زه لږه ستړې يم، ته هم ستړی ښکارې. بيا يوه اوونۍ کور کې اوسه چېرې مه ځه.))
تر نيمې شپې پورې صابر اړخ په اړخ اوښته رااوښته او د خپلو فکرونو په جنګ کې راګېر و. سهار وختي د خپل خسر کورته لاړ، هلته يې له نورو جلا له خپل مشر اوښي ته يې ټوله کيسه وکړه. لومړی يې اوښی پرې په غوسه شو، يوه کلکه څپېړه يې ورکړه، خو وروسته يې ورسره ومنل، چې هغه کور ته ورسره لاړ شي.
د شپې صابر د پښېمانۍ احساس وکړ، چې ولې يې خپل اوښی خبر کړ، که دا خبره درواغ وخېژي بيا به څه کوي؟ دی په همدې سوچونو کې و، چې شکريه يې خوا کې نږدې کېناسته او په ناز ناز يې وويل: (( پرون شپه مې هسې درسره ټوکه وکړه، ته خپل کار ته لاړ شه. دا د سرو سيټ، چې دې اخيستی پيسې خو يې بايد ورکړې.))
صابر لکه، چې دا خبره هيڅ نه وي اورېدلې، په خندا يې وويل: (( شکريه جانې! يوه هيله ...؟))
-        څه؟
-        ګوره که نه! دوه درې کاله وشول، نور بس دی. زړه مې غواړي، چې يو ماشوم ولرو. هسې ته به هم له دې يوازېتوبه خلاصه شې.))
شکريه يو دم پرې بړچ وهل: (( نه، نه! دا زما خوښه ده، څلور کاله نور هم دا خبرې به نه کوې، ما سره هغه اوله کې دې منلې او که نه بيا درنه پلار کره ځم. ته نه غواړې، چې ځوانه او ښايسته پاتې شم.))
د شکريې دې خبرو صابر په شک کې واچاوه، غوسې ونيو خو هيڅ يې ونه ويل، بړستن يې په ځان راکش کړ: (( زه ويده کېږم، چې سبا د وخته په اډه کې نوبت ونيسم.))
شکريې، ډېر په تنګ کړ، خو ده ځان په بړستن کې وپېچه.
سهار وختي له کوره ووت. په ښار کې له څو ساعته اخوا دېخوا ګرځېدو وروسته يې له خپل اوښي سره يو ځای د پنډې ښځې د کور لاره ونيوله.
پنډې ور پرانست او هغوی يې کور ته ننه ايستل: (( اوهو تاسو خو دوه یاست، پيسې مو هم دوه چنده کېږي.))
پنډې هغوی هماغه کوټې وروستل، چې تېره ورځ يې صابر کېنولی و. له ناستې سره سم يې د قيامتي شهزادګۍ صفتونه يې راواخيستل. د پنډې لا په صفتونو خوله خلاصه وه، چې د وره له پرانستل کېدو سره د عطرو خوشبويي کوټې راننوته، په هغې پسې په رنګينو جامو کې يوه ښځه راننوته. د هغې له راننوتو سره پنډې وويل: (( زموږ د نجونو ملکه راغله...))
پنډه لا په خبرو لګيا وه، چې صابر له خپل بغل جيب نه زاړه اخبار کې نغښتې چاړه راوويسته، خو اوښي يې لاس کلک ونيو او په بل لاس يې مخ ته له پرتې کڅوړې له ځان سره راوړی بوتل راوويست. شکريه د خپل ورور او خاوند په ليدو بې سيکه پر وره تکيه شوه او سترګې يې رډې رډې راووتې. په همدې شېبه کې ورور يې په ټول قوت د بوتل سر پرانست او ټول اوبه يې د هغې پر مخ وشيندل.
 له پېښې کلونه وروسته اوس هم صابر کله کله د زړو مکروريانو پر هماغه لاره تېرېږي او د سرک تر غاړې د ناستې دروېزې ښځې پلو ته، چې مخ او غاړه يې په تېزاپو سوزېدلي او په سترګو څه نه ويني يوه نيمه روپۍ وراچوي او کله هم هسې ترې تېرېږي.
وری ۱۳۷۷