ولسمشر غني: له دوو لسیزو وروسته د پیاوړي ملي حاکمیت پر لور ځو.

ولسمشر غني: له دوو لسیزو وروسته د پیاوړي ملي حاکمیت پر لور ځو.


  • 3 کاله دمخه (03/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1572

سمسور (دوشنبه د غویي ۱۳) ولسمشر غني د هیواد د سیاسي ګوندونو له رئیسانو او استازو سره د ماښام لمونځ ادا او ورسره یې له افغانستانه د بین المللي ځواکونو تر وتلو وروسته د نوي فصل په اړه خبرې وکړې.

ارګ وایي، ولسمشر غني په دغې لیدنه کې وویل، د ګواښونو په پرتله فرصتونه په مراتبو زیات دي او له دوو لسیزو وروسته د پیاوړي ملي حاکمیت پر لور ځو.

هغه همدشان وویل، کلیدي ټکی دادی چې باید ملي اجماع ته ورسېږو او په سیمه ییزه او بین المللي سطحه د افغانستان بې طرفي وساتل شي.

نوموړي زیاته کړه، اوس د قربانۍ وخت دی او د ښځو او ځوانانو له حضور پرته ملي اجماع نشي رامنځته کېدای.