دکاروان دشعري ټولګې ته یوه کتنه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ګل رحمن رحماني
  • 1220

که د نغمود سیند سندریزه څپه 
پیرمحمدکاروان دپښتومعاصرشعردکاروان د سرلارو یوځلانده نوم دی چې په دغه اغزنه  بیدیا کې د دغه کاروان جرس دهرچاغوږونو رسیدلی اودپښوښکالو یې ان له همدغه بیدیا د ښاپیروترارمه رسیږي دکاروان له شعري جاودګریو هیڅوک هم سترګې نه شي پټولی اوهرڅوک چې لوړه شعري طبعه ولري اودطبعت یوزرین انځوریې په کاروې نو(له ماښامه ترماښامه )پورې دې مزل وکړي دژوند د زرین سیندپه غاړه دې تم شي ورمعلومه به شي چې چیرته (چینارخبرې کوي )همدلته یې ورکه ښکلا موندلې اوکولی شي چې د خپلوارمانونو(دښاپیرۍ ورغوی ) پرانیزی اودطبیعي انځورونودیوه ښکلي موزیم سیل وکړي .
هوکاروان چې د هیلوله سوو شمعویې اوس هم دپردیسو پتنګانود سوو وزرونو بوی راځي اودغه سوی بوی  بیاهم دشمعوترفصله وړي ګوندې وي چې په مزاریې دژوند ډیوه روښانه پاتې شي
                          تنده د دیدن مې په لېمولېموکې ونغاړه
                          راشه دا دژوندماښام  په  دوو ډیووکې ونغاړه
                          سوې کرونده به بیاراشین دشمعوفصل کړي
                           روح د پتنګانوپه لمدوایروکې ونغاړه

که د کاروان په شاعرۍ خبرې وکړو دازموږ د وس خبره نه ده دهغه شاعري هسې هم پرانستي البم ته ورته ده چې دهرچا سترګې وراوړي په دې لیکنه کې زموږهدف دکاروان مینه والوته دهغه د شعرونود یوې ښکلې اولویې مجموعې (یوزرغون دنغموسیند) ورپیژندنه ده چې وکړی شي ، ددغه سیند په غاړه یوشیبه تم شي اوبه وڅښي اود ژوندله رنګینوخوندواخلي. 
یوزرغون دنغموسینددګران کاروان د(له ماښامه ترماښامه ،چنارخبرې کوي ، اودښاپیرۍ ورغوی ) شعري ټولګومجموعه ده چې دهغه دشعرمینه والوته په پام سره د دانش خپرندویې ټولنې دهغې دیوځای خپرید و نیت وکړ اوپه کابل کې یې دپښتوژبې دنړیوال کنفرانس په ویاړ تقریبا په شپږسوه مخونوکې خپره کړه . که څه هم دغه کارچې دمعاصروپیاوړشاعرانوټولې مجموعې په یوځای چاپ شي اوس اوس یوځل بیارواج شوې یوه ښه خبره ده په دې وروستیووختونوکې دبازمحمدعابد، کاروان ، ناګارصیب، نجیب عامر اوګڼونورو کسانوټوله شاعري په یوځای شوې چې تود هرکلی یې شوی دی، په دې کتاب کې دکاروان درې  واړه شعري ټولګې کټ مټ دهمغه پخوانیوسریزوسره را اخیستل شوې دي  یوازې خپرندویې ټولنې ورباندې یوه یادونه کړې ده چې په یوه برخه کې یې راځي .
((کاروان معاصرشعرته دځانګړیوترکیبونوپه ګاڼه پسوللې یوه بیله ژبه دنویو،نازکو اوعجیبو، غریبو خیالونویوبیل جهان اوبې له اخیره له انسان اوطبیعت سره دمینې اوعاطفې یومواج سمندر ورکړ، کره کتونکي که دکاروان دشعریوازې پرهمدې ځانګړتیاوو هم ژورفکروکړي  نود ښکلا او رازونوجزیرې فتح کولی شي .
کاروان دهمدې ځانګړنوله امله دخپلې لومړۍ شعري ټولګې (له ماښامه ترماښامه )په زورپه ځان دومره پښتانه لوستونکي راټول کړل چې هغه مقام ته زیاتره شاعران د ډیروټولګوترچاپ وروسته هم نه رسیږي کاروان دخپلې دویمې شورپاروونکې ټولګې (چنارخبرې کوي ) په چاپ سره د ذوقونوپه ولاړ ډندکې داسې زوروره ډبره وغورځوله چې دلوستونکوکړۍ اوموجونه یې ترلرې لرې ورسيدل ، بې له اخیره کله چې هغه (دښاپیری ورغوی ) پرانست نودهنرتخیل پرتمین غره پریوه داسې لوړه څوکه ودري چې مقام ته یې  د ډیرو له سرونو دستارونه لویږي . نوځکه خودانش خپرندویې ټولنې وپتیله چې دکاروان چاپ شوې شاعري دکاروان د بې شمیره عقیدت مندانوپه غوښتنه اودلوستونکي داسانۍ لپاره له جلا جلا چاپیدووروسته په یوځای هم چاپ کړي .دانش خپرندویه ټولنه ویاړي چې دکاروان له خیال اوهنره ډکه مستانه شاعري داځل په لانوې بڼه اوډیزاین خپروي ))
ددغه کتاب چې په ۲۰۰۹کال کې دزرو ټوکوپه شمیره خپورشوی  دمخونوشمیریې له پنځو سوو نه اوړي دکمپوزچارې یې تکړه کمپوزر ذبیح الله شفق ترسره کړې ، دچاپ واریې لومړی ،اودزیارچارې یې احسان الله درمل ترسره کړې دي چې ښکلې معیاري کاغذ لري اوقیمت یې هم دومره لوړنه دی لکه څومره چې دکتاب په بازارکې ددومره حجم لرونکوکتابونو ته ټاکل شوی دی په دغه کتاب کې دکاروان په  دریوټولګو دلیکوالواوکره کتونکواوهم دهغه یادښتونه په همغه پخوانۍ بڼه راغلي دي
دکتاب مینه وال کولی شي چې یوزرغون دنغموسیندپه بازارکې ترلاسه کړي اودهغه له ټولوشعري ټولګواوښکلوشعرونوخوند واخلي، په دې کې شک نشته چې له دې نه وروسته دکاروان ګڼ نورشعرونه په منفرد ډول خپاره شوي دویبپاڼوادبي غونډواو رسنیوله لارې مینه والوته رسیدلي خوهیله موداده چې د یوې نوې ټولګې په بڼه هم چا پ شي.
په تلوتلوکې به دهغه دشاعرۍ په اړه دهغه خپل اودووکره کتونکو  دنظرونویوې برخې ته هم اشاره وکړو.
ترټولووړاندې کارون دخپل ځان په اړه وايي .
((زه دناویل شوو شعرونوپه هجوم کې راګیریم لکه ما شوم لاسونه پسې غځوم خودبریښناپړک غوندې په لاس نه راځي دروانې اوږدې تراژیدي ډیرې شیبې لکه افسانوي ښاپیرۍ دشعرپه جاموکې راځي غواړم چې په غیږکې یې ونیسم خونازونه اواداګانې یې ډيرې دي دسترګوپه رپ کې رانه ترۍ تمې شي اوغیږه مې تشته پاتې شي ((
ښاغلی لطیف بهاند چې په دې وروستیوکې یې دښاغلي کاروان په  شاعرۍ یوکتاب کره کتنه کړې دهغه دشاعرۍ په اړه داسې وايي ((  کاروان هم دیوزیات شمیرنورو شاعرانوپه څیرلاتراوسه دځمکنیوښکلاګانوڅخه ځان نه شي ژغورلی دښکلا زور یې دې ته اړباسي چې په هغه ایمان راوړلوته کونډه شي اوله خپلوټولواسماني الهاموسره دنجونوپه دعاګانوکې خپل ټول توان وګوري ))
                     چې ترانوراپسې درستواقتدا کړېده 
                     ماته د کلي دګودرنجونودعا کړیده
کره کتونکی اولیکوال زرین انځورپه دغه کتاب کې دهغه دلومړۍ شعري ټولګې له ماښامه ترماښامه په سریزه کې وايي :
))پیرمحمدکاروان زموږدځوان شعرهغه ویناوال دی چې پروطن دخوروتیارودخوروماښامونوپه وړاندې دمقاومت په بهیرکې یې هم خپل شعرځلولی ، دتیارود لحظوشاهد شاعرهم پاتې شوی دی اود خیال درنګینوپه ټالونوکې هم خپلوشعرونوزنګولی دی ،کارون دمقاومت دکاروان یوه داسې ځوانه څیره ده چې دویاړلي مقاومت ډیرو شیبوته یې شاعرانه روح ورکړی دی په دغه بهیرکې که دشعري اوادبي ارزښتونوپربنسټ خبرې کوو نوکاروان یې دګوتوپه شمیرپه لومړنیوکسانوکې شمیرل په کاردی ((
په دې کې شک نشته چې دکاروان اوسنۍ شاعري ډيره کمه ده اویانه پوهیږم که یې له ځان سره پټه کړې اونه یې وړاندې کوي خوزماپه څیرډیرمینه وال یې باید دومره په انتظارکې ونه ساتي مهرباني ورباندې وکړي اوخپل نوي ښکلي شعرونه  رانه دریغ نه کړي کله کله ویره راسره پیداشي چې هسې نه له ګران کاروان نه رسمي دندو اومصروفیتونودریاضت رنګینې شیبې لوټلې وي اودشعرهغه ښاپیرۍ چې دماښامونوپه مهال یې ورسره دیدن شوی وو ، له ځانه مروره نه کړي یوشاعرملګری مې هروخت راته وايي چې دکاروان دناصرباغ شاعرۍ شعرته مجبورکړم په دې هیله چې دکابل شاعري یې هم دردمنوته د درمل په توګه ډالۍ کړي
 دشعراواد ب دغه سترکاروان ته
دلاستروپنځونوپه هیله 
۱۳۸۹-۷-۷جلال اباد