د اقتصادي بحران له کبله له کافي خوړو د افغان ماشومانو بې‌برخې کېدل

د اقتصادي بحران له کبله له کافي خوړو د افغان ماشومانو بې‌برخې کېدل


  • 1 مياشت دمخه (14/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 55

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وایي، په افغانستان کې اقتصادي بحران، پر له پسې وچکالۍ او سېلابونو ماشومان له کافي خوړو بې‌برخې کړي دي. 

دغه سازمان ۲۰۲۴ کال د افغان ماشومانو لپاره «بې رحمه» بللی دی.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان پر خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره د افغان ماشومانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان تر دې وړاندې هم ویلي وو چې روان کال په افغانستان کې د اقلیم بدلون له کبله شااوخوا ۳۸ زره کسان بې ځایه شوي چې نیمایي ماشومان دي.