د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د کورني کرکټ اوسني مشاور شعیب ملک ويلي، له دې وروسته نشي کولای چې کورني کرکټ سره د مشاور په توګه دنده وکړي.
نوموړي ويلي، دغه پرېکړه يې خپل مسلکي او شخصي ژوند ته د ښې رسیدګي په موخه کړې ده.
ملک له ۲۰۰۷ کال تر ۲۰۰۹ کال د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وو او ۲۰۱۹ کال کې یې يو ورځنۍ لوبې پريښې دي.