نږدې دوه میاشتې وشوې چې د اسلامي جمهوریت پلاوی په قطر کې له طالبانو سره میز ته ناست دي چې د سولې خبرو لپاره یوه کاري لایحه جوړه کړي، خو تراوسه دا کاري لایحه نه ده بشپړه شوې.
د کاري لایحې نه بشپړتیا یو لامل دا دی چې طالبان غواړي چې بین الافغاني خبرې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د شوې هوکړې په دوام باندې مخ ته لاړې شي او بله لار نه مني.
خو د اسلامي جمهوریت پلاوی له طالبانو غواړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه جلا بحث دی او بین الافغاني خبرې باید د اسلام له نظره مخکې لاړې شي چې اساس یې فقهه جوړوي.
اوس څوک نه پوهیږي چې د طالبانو هدف څه دی چې د اسلام له نظره له افغان پلاوي سره د خبرو دوام نه غواړي او دا خبرې له امریکا سره د هوکړې په دوام غواړي.
خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې د طالبانو جګړه شرعي جواز نه لري، نو له همدې کبله د سولې خبرې هم په شرعي لحاظ نه غواړي او د امریکا په لار روان دي.
د طالبانو له دې دریځ څخه حق او ناحق مالوم کړئ چې ولې په شرعي لار باندې له افغان لوري سره خبرې نه کوي.
طالبانو خو شل کاله خلک د اسلام او شرعیت څخه د دفاع په نوم ووژل، خپلو کسانو ته به یې د شهید نوم ورکو او ملکي افغانان به یې د جاسوسانو په نوم وژل.
اوس څه بدل شوي چې طالبان نه غواړي خبرې د اسلام په چوکاټ کې حنفي فقهه باندې وشي؟
هغه پخوانی متل دی چې وایي ځان ته قاضي ته تللی یې.
طالبانو کلونه دا فکر کو چې ګنې هیڅوک نشته چې د دوی جګړه چلنج کړي او د اسلام له نظره یې خلاف وګڼي، خو اوس ټوله اسلامي نړۍ له افغانانو سره ده او د طالبانو جګړه یې د شرعیت خلاف بللې چې فساد ورته ویل کیږي.
طالبانو داسې انګیرله چې افغان حکومت او یا افغانانو کې به داسې څوک نه وي چې له دوی سره د مذاکراتو په میز بحث وکړی، خو کله یې چې ولیدل چې سیاسي او مذهبي کسان یې مقابل کې خبرو ته ناست دی، په یوه او بله پلمه له خبرو تيښته کوي او د جګړې ګراف یې لوړ کړی دی.
طالبان چې له امریکا سره د هوکړې په دوام خبرې غواړي، بیا خو دې هغې هوکړې ته ژمن پاتې شي چې اوربند یې مهمه برخه ده.
که طالبان له امریکا سره د هوکړې په دوام خبرې غواړي، بیا خو دې لږ ترلږه د لوی مشورتي جرګې وړاندیزونه ومني چې طالبانو ته له ټول افغانستان څخه برابر شوي دی