کابل کې د کاغذي تذکرو وېش بند شو.

کابل کې د کاغذي تذکرو وېش بند شو.


  • 3 کاله دمخه (08/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1130

د هېواد په پلازمینه کابل کې د کاغذي تذکرو د ویش لړۍ ودريده او نور به یې پرځای برېښنايي تذکرې ورکول کيږي.

 

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ويلي، چې د خلکو د سرګردانۍ او وخت ضایع کېدو له کبله یې پرېکړه کړې، چې په مرکز کابل کې نور د کاغذي تذکرو ویش او همداشان په یادو تذکرو کې اصلاحات بند کړي.

 

د سرچېنې په خبره اوس مهال په کابل کې د برېښنايي تذکرو ۲۵ څانګې فعالې دي او خلک کولای شي، چې هر وخت د انلاین سیسټم له لارې د برېښنايي تذکرو د اخیستلو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.