امریکا: له افغان ځواکونو ملاتړ کوو، یوازې یې نه‌پرېږدوو

امریکا: له افغان ځواکونو ملاتړ کوو، یوازې یې نه‌پرېږدوو


  • 3 کاله دمخه (29/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1162

امریکا یو ځل بیا له افغان ځواکونو او افغانانو د ملاتړ ډاډ څرګند کړی او په وینا یې دوی یې تر خوا ولاړ دي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ په سپیدار ماڼۍ کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر سره کتلي دي.

مېلر ویلي، دوی د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او هڅه کوي د سولې په پروسه کې خپلې همکارۍ لا ډېرې کړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله له سکاټ‌مېلر او ورسره مل پلاوي سره د کتنې پر مهال پر روان تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان خلک له هر ډول ګواښ سره مبارزې ته چمتو دي.

عبدالله همداراز ویلي، چې افغان حکومت په بېلو بشري برخو کې د امریکا له مرستو مننه کوي او تمه لري چې په دغه مرستو او همکاریو کې لا پراختیا رامنځ ته شي.

بل‌‌لورته افغان حکومت وایي، امریکا د ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره خپلو پوځي، اقتصادي، پراختیایي او ټولنیزو مرستو ته دوام ورکوي.

حکومت همداشان وایي، چې امریکا ته د ولسمشر غني او ورسره پلاوي سفر له خورا لاسته راوړنو ډک و.

د معلوماتو پر اساس، بایډن له ولسمشر غني سره لیدنه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان یو ملګری په سپینه ماڼۍ کې دی، هغه به افغانستان یوازې نه پرېږدي او له دغه هېواد سره به په مختلفو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.