د اسټرالیا ټول سرتیري له افغانستان نه ووتل

د اسټرالیا ټول سرتیري له افغانستان نه ووتل


  • 3 کاله دمخه (11/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1531

د اسټرالیا دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې یې شل کلن ماموریت پای ته ورسېد او خپل وروستی سرتیری یې هم له افغانستانه وویست.

د یاد وزارت چارواکو زیاته کړې، چې په وروستیو کې یې اته سرتیري پاتې ول او د سفارت او ډیپلوماټیک ماموریت ساتنه یې کوله؛ خو اوس ټول وتلي دي.

اسټرالیا په افغانستان کې د شل کلن ماموریت په دوران کې ۳۶ زره سرتیري افغانستان ته را لېږلي او دلته یې ماموریت پرې ترسره کړی دی.

اسټرالیاوي ځواکونو په افغانستان کې د ناټو ماموریت تر چتر لاندې فعالیت کاوه او اوس د امریکايي ځواکونو په وتلو سره دوی هم له افغانستان نه ووتل.