تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۹۲ کسان مړه شوي دي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۹۲ کسان مړه شوي دي


  • 2 کاله دمخه (19/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1301

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۹۲ کسان مړه شوي او ۱ زر ۳۸۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، چې په همدې موده کې ۴۹۷ کسان له یادې ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.

یاد وزارت وايي، چې په ټول هېواد کې د کرونا له امله د مثبتو پېښو شمېر یو لک او ۱۹۰۶ ته او د مړه شوو کسانو شمېر ۴۱۲۲ ته پورته شوی دی.

روغتیا وزارت یو ځل بیا په هېوادوالو غږ کړی، چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي تر څو له  یادې وبا څخه په امان کې پاتې شي.