يو تريخ واقعيت


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله شمسزی
  • 1177

دقلم ټولنې د يوې غونډې جاج
تېره ورځ په قلم ټولنه كې دښاغلي محمدحسن حسام د درېيو كتابو( اشيل، هنداره په هندارو كې او دشلمې پېړۍ انساني دلالان) كتابونو مخكتنه وه، غونډه كې تر سلو زياتو، ليكوالو، شاعرانو، فرهنگيانو او قومي مشرانو گډون كړى و، ان تر دې چې د ټلويزيونونو كمرې او ژورناليستان هم ورته رابلل شوي وو.
دغونډې له پيل نه راسره يوه پوښتنه وه چې بيا وروسته څو پوښتنې شوې هغه دا چې:
- قلم ټولنه چې د افغانستان د قلم د خاوندوانو ټولنه ده او ټول په كې يو شان حق لري، د غونډو د جوړولو، د كتابونو دمخكتنې، د قلموالو د لمانځنې او نورو مناسبتونو لپاره كوم معيار لري او كه نه؟
- موږ بايد په پښتو ژبه كې د كتابونو څومره والي ته ارزښت وركړو كه څرنگوالي ته؟
- هغه مشران ليكوال او شاعران چې ويښتان يې په همدغه لار كې سپين شوي موږ ته د رښتيا ويلو او سمه لاره ښودلو مسئوليت لري او كه نه؟
راځم لومړۍ پوښتنې ته، كله چې مې په افغان ادبي بهير كې د ښاغلي حسام كتابونه ترلاسه كړل، چاپ، قطع او صحافت يې د ښاغلي حسام په څېر په تول پوره وو، كور ته له رسېدو سره مې د كتابونو په لوستلو پيل وكړ، د كتابونو لپاره ښه مظامين غوره شوي وو، خو دليكنې په برخه كې يې هغومره پاملرنه ورته نه وه شوې لكه چې لازمه وه، دبېلگې په توگه زه نه پوهېږم [يوه شپه دوه خوبونه] نومي كتاب ته شعر ووايم او كه نثر ځكه ښاغلى اسمعيل يون يې په سريزه كې همدومره ويلي چې كه د ازاد شعر په څېر يې وزن مراعات كړى واى نو شعر به مو ورته ويلاى، څوك چې پر كتاب سريزه ليكي دا بايد ورته معلومه وي چې زه په كوم ژانر ليكنه يا كره كتنه كوم، كه ژانر يې معلوم نه وي نو كره كتونكيو ته لازمه نه ده چې پر اثر خپل نظر وليكي.
كله چې مې انساني دلالان نومي كتاب ولوست، يوه ښه تراژيدي يې په كې انځور كړې وه، خو بيا هم حيران پاتې شوم چې څه ورته ووايم، كه څه هم محمدنبي صلاحي ورته جنايي ناول ويلي وو. دريم كتاب [هنداره په هندارو كې] يې د زوى له خوا د هغو مقالو راټولونه وه چې پر ښاغلي حسام ليكل شوي او يا په غونډو كې لوستل شوي، كه څوك ورته ښه ځير شي دا كتاب پر ښاغلي حسام نه بلكې پر محمدنبي صلاحي ليكل شوى، ځكه چې  يا خو يې دمقالې سرليك [څېړونكى محمدنبي صلاحي ] و او يا يې هم په متن كې له محمدنبي صلاحي نه مننه شوې وه چې په لسگونو ځايه دا نوم تكرار شوى و.  د دريم كتاب په ليدلو او د ښاغلي محمدنبي صلاحي په كراتو يادولو مې زړه لږ څه خپه شو،  ځكه چې موږ بايد دكتاب د چاپ پرمهال دغسې مسايلو ته پوره پاملرنه وكړو. دوستي پر خپل ځاى او د ليكوالي اصول پر خپل ځاى.
لنډه دا چې ددغو ټولو كتابونو په ليدلو مې هغه د څرنگوالي او څومره والي موضوع ذهن ته راغله، ځكه چې دكتابونو حجم يې يا تر يوې مقالې او يا تر يوه شعره زيات نه و، خو دا چې حسام صيب په اقتصادي لحاظ ښه دى، نو ښه لگښت يې پرې كړى او له يوې مقالې نه يې هم يو كتاب جوړ كړى.  نوددغه ځانگړتيا په ليدو مې زړه كې دا پوښتنه پيدا شوه، چې ايا قلم ټولنه د كتابونو دمخكتنو او غونډو لپاره كوم معيار لري او كه نه؟ ځكه د ځينو ليكوالو او شاعرانو ډېر په زړه پورې او ارزښتمن اثار چاپ شوي خو قلم ټولنې پرې سر هم نه دى گرولى، يا دا چې ډېر ښه ليكوال لرو، ډېر ارزښتناك اثار يې همدا اوس چاپ ته تيار دي خو د ځينو اقتصادي ستونزو له كبله يې نه شي چاپولاى.
نورې پوښتنې راته د ويناوالو د خبرو پرمهال پيدا شوې، چې له دوو كسانو پرته يوه هم ليكلې مقاله وړاندې نه كړه او شفاهي خبرې يې وكړې، داسې ښكاري چې پر دغو كتابونو د ليكنې له مسئوليت نه ډارېدل، خو كه چېرې يې نيمگړتيا ور په گوته كړې واى دا به يې له حسام صيب سره ښه كړي وو. دحيرانتيا خبره خو دا وه چې دحبيب الله رفيع، عبدالله بختاني، سليمان لايق... او نورو په څېر نوموتو څېر  هم خوله بنده وساتله او د كتابونو د څومره والي او څرنگوالي په اړه يې څه ونه ويل، يانې هېچا هم ورته په انتقادي نظر ونه كتل، همدومره به يې ويل چې نه پوهېږي دا كتابونه په كوم ژانر كې ليكل شوي.  دوو تنو (پلار او زوى) له هوښيارتيا كار واخيست، ښاغلي محمدصديق پسرلي يوازې ورته مباركي وويله او ښاغلي غضنفر ورته سپينه وينا وكړه، د شلمې پېړۍ د انساني دلالانو په اړه يې وويل چې يو رپوټ دى د بشر دحقوقو اداره ترې ښه گټه پورته كولاى شي. د صلاحي صيب هغه دعوه يې رد كړه چې ويلي وو دا يو جنايي رپوټ دى، غضنفر صيب روښانه كړه چې جنايي رپوټ تر ډېره حده د جنايتكار روحيات څېړي، دا چې چا ورته جاسوسي ناول ويلي هغه يې هم تائيد نه كړ، ځكه چې جاسوسي ناول زياتره وخت د دوو هېوادونو ترمنځ د جاسوسۍ په چارو ليكل كېږي.
جالبه خبره خو دا وه چې كوم ويناوال به وويلې زه ددې كتاب په اړه نه پوهېږم چې په كوم قالب كې ليكل شوى نو ښاغلي صلاحي به بيا ورپسې غبرگه كړه چې دا خو ډېر ښه شو ناست ليكوال او پوهان دې ورته ژانر او يا چوكاټ پيدا كړي، زه نه  پوهېږم ليكوال او پوهان تر كومه حده مجبور دي چې د هر چا هر څه ته دې چوكاټ او قالب پيدا كړي او كه موږ بايد خپله مخكې له مخكې نه په يوه چوكاټ او قالب كې ليكنه وكړو.
دغونډې نظم د انانسر (صلاحي صيب) له خوا لږ څه خراب شوى و، يو خو يې دليكوالو په راغوښتو كې له الفاظو سره له ډېرې بې رحمۍ نه كار اخيسته  چې ښاغلي سليمان لايق ورته دا خبره په سټيج كې وكړه او له دې كار څخه يې منع كړ،  بل دا چې د گل ملا همكار په ټيم يې د وطن ترانه هم رشخند كړه، زما په نظر دسيلاب صيب له هغه خوندور شعر او ملي ترانې سره د خولې باجه او تنى نى كول ښه كار نه و، زه خو وايم كه موږ ته نور خلك بې ذوقه وايي موږ دې په دې خپه نه شو، ځكه دغه زموږ د بې ذوقۍ ښكاره نښې دي.
كه په لنډه توگه ووايم، زموږ ډېرو سترگورو ليكوالو هم په دې غونډه كې خپل مسئوليت ادا نه كړ، ښايي د هوسۍ غوښو به يې سترگې نيولې وي، خو ما چې كله دا غونډه وليدله نو د ښايسته گل ماما كيسه مې راياده شوه، ښايسته گل ماما د لغمان د الينگار ولسوالۍ يو طنزيه شاعر او ښه نامي ټوكي دى. هغه ته يوه خان   وريجې، كالي او نور شيان وركړي وو چې دا واخله او  زما په ستاينه كې يو شعر وليكه. وايي چې څو ورځې وروسته ورته ښايسته گل ماما ټول شيان بار كړي وو او د ټولو خلكو په مخ كې يې ويلي:
خان صيب دا شيان ميان دې بېرته واخله، والله ما خو په تا كې د ستاينې ځاى پيدا نه كړ، زه نه شم كولاى چې شعر درباندې وليكم.
زما دا بېلگه په هېڅ صورت پر ښاغلي حسام نه ده ځكه چې حسام صيب ډېر دروند سړى دى او دا كتابونه يې هم ديو ښه احساس له مخې چاپ كړې دي، بلكې نيوكه مې  په نوموتو استادانو ده، چې موږ يې  په خپله لارښوونه مسئول گڼو، كه نه تر دوى خو ښايسته گل هم ښه دى رښتيا خو وايي.