رینا امیري د افغان نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وګمارل شوه

رینا امیري د افغان نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وګمارل شوه


  • 3 کاله دمخه (30/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1103

سمسور پریس (پنج‌شنبه د مرغومي۹) امریکا رینا امیري د بشري حقونو، افغان ښځو او نجونو لپاره د ځانګړې استازې په توګه ټاکلې ده.

د بهرنیو چار وزیر انتوني بلېنکن ویلي، رینا امیري د افغانستان په اړه مسایلو کې، بهرنیو چار وزارت، حکومتونو، ملګرو ملتونو او د سولې سازمانو ته د مشورې ورکولو اوږده تجربه لري.

د دې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د بشري حقونو، د ښځو، نجونو او ټولو زیانمنونکو خلکو د بنسټیزې ازادۍ حقونو لړ کې د امریکا لپاره د نوموړې فعالیت خورا مهم دی.

ښاغلي بلېنکن په خپل وزارت کې یوه تجربه لرونکې کارکوونکې سټیفني فاسټر د افغان ښځو او نجونو بیا مېشت کېدو چارو کې د مشرې سلاکارې په توګه هم ګومارلې ده. 

امریکا داسې مهال د افغان ښځو او نجونو لپاره ځانګړې استازې نومي، چې د طالبانو په چارسمبالې کابينه کې د ښځو وزارت لېري کړل شوی او د متوسطه ښوونځیو دروازې د افغان نجونو پر مخ تړل شوې دي.