یابه دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم

یابه دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم


  • 3 کاله دمخه (09/04/2021)
  • نجیب ننګیال
  • 1563

خدای دې سوله راولي. ما رنګي خلک چې په سرسخته طالبي ماحول کې مې ژوند کړی. په نهايت سنتي ټولنه او د طالبي ترانو په انګازو کې را لوی شوی يم. په لارو کوڅو کې د ګرځېدو لپاره خولۍ په سرولو به د پاسپورټ حيثيت درلود. که به دې نه وه په سر له پلار او ترونو نيولې، د کلي د خبرو سرټکی کېدې به. فردي ازادي دومره سلب وه، چې متفاوتې خبرې خو څه د متفاوت فکر حق به دې نه درلود. ادې مې دې خدای وبښي، چې تر جلال اباد به هم تلم، دوه وارې به یې قران شريف را باندې ښکلوه، چې لار کې څوک ضرر درته و نه رسوي. ان تر ډېر ناوخته چې حتا طالبانو د عبدالله او امارت سټوډيو په خرپ فعاله کړې وه او ويډيو او عکس اخيستل نور د شريعت غږ راديو د حضراتو د مولوي صاحب په فتوا ناروا نه وه، مونږ کره تلويزون ناروا و. پلار به مې ويل، بيا د رحمت ملايکې نه راځي. مانا دا چې مونږ د ديموکراسۍ په بې بندو باره ازادۍ کې هم تر طالبي شريعت ډېر شرعي ژوند وکړ او لا هم دوام لري. هيڅکله مې تشدد په ذهن کې وده ونکړه. فکر مو وپاله. کتابونه مو ولوستل. په ښه او بدو مې ځان پوه کړ. په کوچنيوالي کې به مو له خټو جوړه طاقچه په يوه وخت له ګوربت، ښکلا، هيندارې، ايينه، ورځ، ښاخۍ او نوښت مجلو ډکه وه او په بل څنګ کې به یې د شهامت، څرک او توره بوره مجلې پرتې وې. کله کله به د شېرعلي شاه او انورالحق تر امامت لاندې لمانځه ته هم تلو او د ارواښاد اجمل خټک په اتفاق او خدمت حجره کې به مو هم سلام کلام درلود. د خوشال خان خټک کتابتون به مې د ډېرو ورځو پناه ګاه وه. د علي هجويري له کشف المحجوبه نيولې د تقويم الحق کاکاخېل د پښتانه د تاريخ په رڼا کې به مې لوستل. د بايزيد روښان په نېکنامه بدنامۍ به خپه کېدم چې څنګه اخوند دروېزه پير تاريک ورته ويل او ده ولې د مغلي ظالمانو په خلاف مقاومت کاوه. د ښوونځي هلک وم چې د پاکستاني سياست له منځه به مې د پارليمنٹ سے بازار حسن تک کتاب ولوست او د پاکستان کا مطلب کيا؟ په مانا د دوی له منځه وپوهېدم.. شل کاله مخکې مې ياد شي چې د امريکا لخوا په کابل د لومړي توغندي‌ توغولو مو په کور کې اجتماعي ماتم جوړ و. کډوال او په اصطلاح د سرسخته افراطيانو کليوال وم. شل کاله وروسته زه د پنټاګان تر څنګ اوسم او د سرسخته افراطیانو سرسخته مخالف يادېږم. جګړه هغه وخت هم ما لپاره د کرکې وړ وه او اوس هم ده. هغه وخت مې د دې وطن په سينه کروز توغندي نشوای زغملی، نن مې  طالبي ځانمرګي، څو ټنيزې چاودنې، بوشکې او ماينونه ژړوي. انسان څه، پرنده یې چې زخمي شي پرې ويرجن يم. ډېر کله الفاظ ياري نکوي، چې اظهار کړای شم. زه څه غواړم او يا د ويلو هدف مې څه دی. يو شی چې ورک دی. بيخي را څخه تری تم دی. ارام دی. د ړنګې مېنې ورکه مينه ده. زه نه پوهېږم څنګه یې تشريح کړم. چې د دې څو لکه مربع کيلومتره خاورې انسانان حق لري ژوند وکړي. په دوی نور کار مه لرئ. کار مه ورته کوئ. يوازې کار مه پرې لرئ. دوی خپلو کې پرېږدئ. دوی جوړېږي. دوی حتما پخلا کېږي. دوی پوهېږي چې خپله لار وباسي. ما چې له هغه دوزخ او محاصره پنډغالي لاره ووېسته. نړۍ مې لمس کړه. و مې ليده. په ټولو حواسو مې حس کړه. دوی یې هم کولی شي. يوازې تاسې یې مه ګمراه کوئ. دوی پرېږدئ چې په يوه خټينه طاقچه کې د ښه او بد، د سولې او جګړې، دين او وطن موازنه خپله وکړي. تاسې یې مه سانسوروئ. په دوی څه مه ور تپئ. که د کور دننه یې تلويزون ناروا وي ، د دې زغم به ومومي چې له کوره بهر سينما ته تلونکي ازار نکړي او ټولنه د انتخاب کړای شوې ازادۍ سره ومني. 

دا ورځې ليکل کم کوم، چورتونه ډېر وهم. خبره بلې خوا لاړه. هغه ورځ د طالبانو د متفکر او د فوق العاده نبوغ څښتن (!) جنرال مبين په يوه بحث ور پېښ شوم. ذهن مې دوه لسيزې شا ته ولاړ. لکه زمونږ د قدوري او خلاصې ملا امام هماغه د پرلت سړي مخې ته د لرګيو له تختو جوړ مېز، په شين پيغمبري رنګل لړل شوی او په خبرو کې تر منطق او عقل احساسات ډېر بارز و. د هغه وخت يوه طالبي ترانه را ياده شوه چې بې لکه کومو فزيکي منابعو به یې ويل "يو ګوزار بل غواړي را نړېدلې امريکه ده." له خونې ايخوا مې وليدل. ارام، هوسا، تک شين وطن، پاخه سرکونه. د کوچيانو د دلاور فيضان خبره په امريکا کې چې ګرځې لکه په عکس کې چې ګرځې. شل کاله وشو په امريکا بيا هيڅوک و نه توانېدل بل ګوزار وکړي‌ او د هغه ګوزارونو د ترانې وال شايد اوس څو ګوزاره لا د مخه خوړلي‌ وي. دوی د خپل وطن امنيت قوي کړ. بيخي ډېر یې قوي کړ. په امريکا غږ کې زمونږ د يوه مشر ملګري خبره چې امريکايان اصلي پښتانه دي، مونږ ديسي يو. خپل انتقام نه پرېږدي او په خپل دښمن پسې تر اېبټ اباده ولاړل. دښمن یې د ښځې له تخرګه جيګ کړ. مړ یې کړ. سمندر ته یې غوځار کړ.

رښتيا خبره مې د طالبانو د انلاين بحث کوله. د فضل رحمن اوريا په نامه يو سړی دی چې خبرې یې د ديموکراسۍ په انډوخر کې زده کړې. کلين شېو یې کړی و. يو وخت یې لکه چې د ۲۰۱۴ په ټاکنو کې ويلي‌ و چې که عبدالله یې و نه ګټي،‌ په کابل کې به د سرو وينو لښتي روان شي. سخت په شد و مد لګيا و. چې هيڅوک نور د طالبانو د اسلامي‌ شريعت د راتګ په وړاندې خنډ نشي کېدای. نه پوهېږم له ترکيې انلاين و، که له دوحې. دا ورځې دغسې حشرې اکثر یې د نايټ کلبونو له هېوادونو د محمدي غرا شريعت لپاره لابي کوي. نه پوهېږم دا لکه د شپږ نويم کال د امارتي‌ اسلام په څېر د اسلامي‌ شريعت د مسخره کولو کومه بله ډرامه ده که يا. کله اسلامي نظام د جديد اسلامي نظام په شکل کې مخې ته وړاندې کېږي او کله یې بيا لوی طراح او مداح د نيوياک بارنيټ روبين وي. خو يو شي ته سخت حيران شوم چې طالبي شريعت ته دومره په بغارو لابي کوونکي به څنګه وکولی شي چې ځان اډاپټ کړي؟ ږيره یې بلا پسې. دوی څو وخته لمونځ کوي؟ څو وخته ډوډۍ بې واينو پرته هضمولی شي؟ او څو يکشنبې کولی شي چې زامن او لورانې د اناتوليه د ساحل له سن باته منع کړي؟ زه نه پوهېږم دا خلک ولې د څو روپيو په بدل کې ان په هغه څه سودا کوي‌ چې ايمان او عقيده یې نه ده. هغه څه نورو ته غواړي‌ چې ځان ته یې نغواړي؟ زما واقعا سر نه خلاصېږي چې دغومره منافقت سړی چېرته زده کوي لکه فاروق اعظم چې د کابل په هوايي ميدان مې يوه ورځ وليد د چمک دمک ږيرې او لويو څڼو سره له الوتکې ښکته او د نګه يهودي‌ فلسفي په انداز ټرمينل ته راننوت. لومړی کار یې دا وکړ چې له بېګه یې تورختې سپينه پګړۍ را ووېسته. په سر یې کړه او ځان یې په سنتو برابر کړ. نه پوهېږم ولې مې د دې افغان نژاده لندني‌ ملا په څهره کې د انګليس لارنس څهره تر سترګو شوه چې د پيرکرم شاه په نامه یې ځان مشهور و او په زرګونو مريدان یې لرل. ايا دا نوی جديد اسلامي نظام خپله د طالبانو د مسخ شوې څهرې څښتن مشر عباس ستانکزي ته د منلو وړ دی؟ دی کولی شي‌ چې د دوبۍ د امريکايي پوهنتون په ځای خپلې لورانې په مدرسه فاطمه الزهرا للبنات کې داخلې کړي او په پوره محجوب حالت کې درس پرې ووايي؟ خپل زوم د يو ايس ای ډي له پروژو را منع کړي او چېرته یې د اسلامي امارت د عشر و زکات کمېټې ماموريت ته قايله کړي؟

 

خپه شوم. منافقت اوج ته رسېدلی. د سولې ډرامې نور څه وکړل که نه خو له ډېرو روشنفکرانو یې پرده پورته کړه. د ګرين کارتونو او پاسپورټونو پخواني ترجمانان یې د اسلامي‌ شريعت خادمان کړل او په سخته ورځ کې د وطن په ناموس قربان شوي شهيدان یې د اشغال په چوپړ کې نه بښل کېدونکي مجرمان. په يوه شي پوهېږم چې هيڅ شی دومره نړوونکی نه دی لکه دا بې ځایه وارخطايي. له ماموره تر رئيسه،‌ له رئيسه تر معينه، له مشره تر کشره د ټولو سربدالي. د څو مستعارو پاکستاني فيسبوکي تبليغاتو تر تاثير لاندې چې زمونږ قول اردوګانې، منظمې لواء ګانې، په زرګونو ټانکونو، مليونونو مهماتو،‌ لکونه پوځ، يو مليون مامورين لرونکی دولت، پراخې زېربناوې او له پيسو ډکه خزانه راځي، دا به د تاريخ مسخره شرم وي. يو څوک چې له وطن پرته بل هيڅ اپشن نلري، ولې لاس په کار نشي؟ ولې خپل صف منظم نکړي؟ ولې د مقاومت څو بعديزه جبهه نه پرانيزي؟ ننګ به وي. خجالت به وي. پيغور به وي. د تاريخ بې رحمه پيغور، چې رک روغ نظام او جوړ وطن دې موتر سايکل سپرو، ببرو مبرو، وحشي، بې هويته، جاهل او په هيڅ ارزښت نه تمېدونکي طالب ته بې يار و مددګاره پرېښودل شي. له هغې ورځې چې خور و لور دې بيا د پنجاب په ميانوالي کې خېمه دروي، ښه ده چې لکه د اختر محمد زوی د اريانا په څلور لاري کې زندۍ شوی را وځړول شې او يو بل پور په دښمن اضافه کړې. يو بل انتقام خپلو اولادونو ته د وصيت په کتابچه کې ثبت کړې. تر هغې ښه ده چې پورته شې، ووایې:

يا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم

يا به کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې