د افغانستان د مالیې وزارت مسؤولین وايي، چې د ۱۴۰۰ مالي د کب میاشتې په لومړیو دوه اونیو کې یې ۲ ملیارده او ۴۵۴ میلیونه عواید راټول کړي دي.
یاد وزرات په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د راټولو شویو عوایدو له جملې څخه یې ۴۱۶ میلیونه افغانۍ له مستوفیت، یو ملیارد او ۳۶۶ میلونه له مالیاتي عوایدو ۸۰۱ میلیونه افغانۍ له غیر مالیاتي عوایدو ۲ ملیارده او ۷۸۲ میلیونه افغانۍ له ګمرکونو تر لاسه شوي.
په خبر پاڼه کې همداشان راغلي، چې د روان مالي کال د کب میاشتې له پیل څخه تر پنځلسمې نیټې ۲۹ میلیارده او ۴۵۰ میلیونه افغانۍ راټولې شوي.
د وزارت په خبره په دې برخه کې له پوره شفافیت څخه کار اخیستی او هڅه کوي، چې خپلې مالیې پر وخت راټولې کړي.