د ښوونکو او دولتي مامورینو د معاشونو زیاتوالی

د ښوونکو او دولتي مامورینو د معاشونو زیاتوالی


  • 3 کاله دمخه (16/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1306

د مالیې وزارت سرپرست وایي په ۱۴۰۰ مالي کال کې به د ښوونکو او ټیټ پوړو دولتي مامورینو معاشونه لوړ شي.

د ماليې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده وايي چې د ښوونکو او ټیټ پوړو دولتي مامورینو د معاشونو د زیاتوالي لپاره به د ولسمشر، د هغه د مرستیالانو او کابینې د نورو غړو معاشونه او لګښتونه هم راکم شي.

پاینده دغه څرګندونې له هغه وروسته کوي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې د ښوونکو او ټیټ پوړو دولتي مامورینو د معاشونو د لوړېدو غوښتنه وکړه او تر اوسه یې د همدې او ورته نورو لاملونو له امله دوه ځله د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه رد کړې ده.

مالیې وزارت د روانې فبروري میاشتې په لومړیو کې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه دریم ځل د تایید لپاره ولسي جرګې ته ولېږله خو تر اوسه یي نه رد او نه هم تایید کړې.