د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ تېره ورځ اوکراین ته د خپل ناڅاپي سفر پرمهال د یاد هېواد له ولسمشر سره په کتنه کې ویلي، چې د اوکراین پیاوړي کول دوی د روسیې د یرغل پای ته نژدې کوي.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي، چې روسیه جګړه پای ته نه رسوي او نه هم د اوکراین تسلیمي د سولې په مانا ده.
سټولټنبرګ دغه راز ویلي، چې اوکرایني ځواکونه په یرغلیزو عملیاتو کې د روسیې خلاف په تدریجي ډول مخکې روان دي او دوی هم ورسره د څه باندې دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت د مهماتو یو تړون په پام کې لري.
بل لورته د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي ویلي، چې د ژمي په رانژدې کېدو سره باید ناټو د روسیې بریدونو د مخنیوي لپاره له اوکراین سره د هوايي دفاع سیسټمونو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د اوکراین پوځ د یرغلیزو عملیاتو په پایله کې د یو شمېر سیمو د بیرته نیولو خبر هم ورکړ.