سیاسي کمېسیون: له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو؛ خو چاته د تېري اجازه نه ورکوو

سیاسي کمېسیون: له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو؛ خو چاته د تېري اجازه نه ورکوو


  • 9 مياشتي دمخه (24/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 317

د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ سیاسي کمېسیون پر وروستیو پېښو ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې د سیمې پر سیاسي پرمختګونو، وروستیو تحولاتو او له نړۍ سره پر ښو اړیکو خبرې شوې دي. 

د ریاست الوزراء د معاونیت دفتر وایي، په ناسته کې د پاکستان د هوایي بریدونو په تړاو د کمېسیون غړیو له ګاونډيو هېوادنو سره د رغنده او  مثبتو اړیکو غوښتنه کړې؛ خو ویلي یې دي، چې چا ته د تېري او د ملي حاکمیت د نقض اجازه نه ورکوي.   

یاده ناسته داسې مهال کېږي، چې په وروستیو کې له پاکستان سره د سرپرست حکومت اړیکې خړې پړې شوې.

پر پکتیکا او خوست د پاکستان هوایي برید او په کندهار کې وروستۍ چاودنې د سرپرست حکومت پر وړاندې تازه ننګونې راټوکولې دي.