د ایران د منتخب ولسمشر پر ضد په لوېدیځو هېوادونو کې لاریونونه

د ایران د منتخب ولسمشر پر ضد په لوېدیځو هېوادونو کې لاریونونه


  • 3 کاله دمخه (11/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1187

په لوېدیځو هېوادونو کې د ایران د اوپوزیسیون ډلو ځينې پلویانو د شنبې په ورځ د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د قانوني څېړنې غوښتنې په پار لاریون وکړ.

لاریونوالو ابراهیم رییسي د بشریت پر ضد په جنایت تورن کړ، خو ایراني چارواکو لا له وړاندې دغه ادعاګانې رد کړې دي.

د ایران حکومت شاوخوا ۸ زرو مخالفانو د ایران پر حکومت د نړیوالو فشارونو د زیاتوالي غوښتنه کړې او یادو لاریون والو ویلي، چې د ایران د اوپوزیسیون د ملاتړ لپاره، له ټول المان څخه راغونډ شوي دي.

د حکومت مخالفان، رییسي په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د ۸۰۰۰ بندیانو په وژلو تورنوي او پر هغه د امریکا او نورو هېوادونو د فشارو غوښتونکي دي. په یوې بلې جلا غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو هم له یادې غوښتنې ملاتړ کړی.

باید یاده شي، چې ډېری یاد معترضان د ایران د خلق مجاهدینو سازمان پلویان دي، چې دنننه په ایران کې یو غیرقانوني سازمان دی.