پخواني حکومت کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال جنرال دوستم ویلي، ایران سره یې خبره کړې، چې د ده پلویان او ملګري له خپلې خاورې ونه باسي.
هغه له نظام الدین قیصاري سره د روغې جوړې لپاره په ټیلفوني خبرو کې ویلي وو، چې یووالی د دوی په ګټه دی او د ده د ګوند پلویان دې دا وېره نه لري، چې ایران به یې له خپلې خاورې وباسي.
قیصاري له اوږدې مودې راهیسې له جنبش ګوند خپله لاره بېله کړې وه او پر دوستم یې سختې نیوکې هم کولې.