وې ځړوې؛ کندهاری ټوکمار کافر دی!

وې ځړوې؛ کندهاری ټوکمار کافر دی!


  • 3 کاله دمخه (28/07/2021)
  • حقمل
  • 1232

وې ځړوئ!

افغان وژنه بس کړئ

په ټولنيزو خواله رسنيو کې يوه ويډيو لاس په لاس کېږي چې په کې نوموتی کندهاری ټوکمار او مشهور کميډين محمد خاشه د طالبانو له لوري نيول او په څپړو وهل کېږي او وروسته وژل کیږي.

 

دا یو کندهاری ټوکمار نه دی چې د پردۍ خونړۍ جګړې له امله د ټوپک ښکار ګرځي او په بیړه یې خوله چوپ او ځړول کیږي، بلکه هره ورځ زموږ لسګونه تنه بېګناه مظلوم او بېچاره هیوادوال د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په ډیره بې رحمانه توګه د جګړې، ټوپک، چاړې، کوتک، توپ، او بمباریو ښکار ګرځي او خپل ژوند له لاسه ورکوي. 

 

داټولنه دومره  له کرکو، دښمنیو ، نفرتونو، توپیرونو او د جهل او نادانۍ له افراطیت او غوسې نه ډکه ده چې هر یوه ته د (دووس، خبیث)دښمن، بېګانه او پردي په سترګه کتل کیږي او ټول په خپل وطن کې بېګانه، پردی، مزدور، غلام او جاوسوس بلل کیږي، دلته اوس ټول بېګانه او پردي شوي یو او د یوه او بل له سیوري ډارېږو.

 

د بهرني اشغال او جګړې په ترځ کې په دې بېچاره وطن او ټولنه کې د قوم، ژبې، ډیموکراسۍ او مذهبي افراطیت او بنسټ پالنې تر کاذبو ادرسونو او عنوانونو لاندې ډیرې ژورې دښمنۍ او کرکې رامنځ ته شوې چې بیا اصلاح، رغول او جوړول یې کلونه وخت نیسي.

 

د جګړې، زور، دښمنیو ،کرکو، توپیرونو  او تاوتریخوالي له لارې سیاسي واک ته رسیدل او د ټوپک او پوځي ځواک له لارې پرخلکو حکومت کول او د بېګناه افغانانو وژل په هیواد کې د یوې بلي خونړۍ او پراخه جګړې پیل دی او په دښمنیو او کرکو کې ژوند او حکومت کول ډیر سخت دي او هېڅکله سولې، امن او پرمختګ ته نه شو رسیدای.

 

افغان وژنه او دښمني د هېڅ لوري او طرف په ګټه نه ده او نه هم په افغان وژنه، زور او دښمنیو سره هدف ترلاسه کیږي، د ټولو لپاره غوره ده چې افغان وژنې او دښمنیو ته د پای ټکۍ کیږدي او بین الافغاني خبرو او د روغې جوړې له لارې سولې ته غاړه کیږدي او د یوه سیاسي توافق او جوړښت له مخې اوربند او دجګړې پای اعلان کړي.

 

اما م حسن البنا ویلي؛

هغه هیواد چې روزنه او زده کړه یې د استعمار تر سیوري لاندې وي، دهغه ټولنې اخلاق او خلک فاسدیږي، ظلم یې ترمنځ رواج مومي، خلک یې ټنبل او علم له منځه ځي، جهل او چاپلوسي رامنځ ته کیږي، ټیټ خلک مقام ته رسیږي، هوشیار، دکار او پوهې خلک سپک او بې عزته کیږي.

حقمل

چهارشنبه

۶اسد۱۴۰۰