د افغانستان په اړه د امریکا دریځ روښانه دی

د افغانستان په اړه د امریکا دریځ روښانه دی


  • 3 کاله دمخه (17/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1178

ټاکل شوې، چې نن د بلجیم پلازمینه بروکسل کې د ناټو وزیران افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور په اړه ناسته وکړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین په بروکسل کې د ناټو وزیرانو ترسره کېدونکې غونډې ته د امریکا د دریځ په اړه پر خپل ټويټر لیکلي، چې امریکا د افغانستان لپاره ښکاره دریځ لري.

نوموړي لیکلي”  دناټو وزیرانو په غونډه کې امریکا خپل ښکاره پیغام لري، مونږ باید په ګډه سلا وکړو، په ګډه پرېکړې وکړو او په ګډه عمل وکړو".

که څه هم ناټو غړو هېوادونو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور په اړه لاهم پرېکړه نه ده کړې؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي و، چې ښايي پوځیان یې د حالاتو تر سمېدو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

امریکا تر دې وړاندې هم ویلي و، چې طالبان ددوحې تړون ته ژمن نه دي پاتې شوي او ددوی سرتیري به په افغانستان کې له ټاکلې نېټې وروسته هم پاتې شي.

باید یاده شي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر تېره ورځ  د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په یو لیک کې لیکلي و، چې طالبان لاهم د دوحې په تړون کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي.