د جوزجان د عامه ساتنې قطعې قوماندان د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ووژل شو.
د امنیتي مسوولینو په وینا دغه پيښه د شبرغان ولایت ختیځ خواجه ګوګردک سیمه کې رامنځته شوې.
د مسوولینو په وینا په دغه پيښه کې د یادې قطعې قوماندان له خپلو دوه همکارانو سره یوځای وژل شوی او درې نور ټپيان شوي.