لغمان کې د څلور وسله والو په ګډون نهه تنه نور د جلا جرمونو په تړاو نیول شوي.

لغمان کې د څلور وسله والو په ګډون نهه تنه نور د جلا جرمونو په تړاو نیول شوي.


  • 2 کاله دمخه (23/01/2021)
  • خالد سهار
  • 733

د لغمان چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري په تېره یوه اوونۍ کې د ۴ وسله والو طالبانو په ګډون ۹ تنه نور د بېلا بېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

 

د لغمان ولایت مقام وایي، چې په یادو نیول شویو څلورو وسله والو طالبانو کې یې یو هغه وسله وال نیولی چې تازه د افغان حکومت له بند څخه خوشې شوی و.

 

مقام زیاتوي، چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري په تېره یوه اوونۍ کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال ۴ وسله وال طالبان، ۴ غیر مسووله وسله وال او یو تن د غلا په تور لاس په لاس نیول شوي دي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په لغمان کې د ملي امنیت او نورو امنیتي ځواکونو له لوري وسله وال طالبان او د نورو جنایي جرمونو په تړاو څو تنه نیول شوي وو.