یونېسف: سړې هوا سلګونه افغان ماشومان مړه کړي

یونېسف: سړې هوا سلګونه افغان ماشومان مړه کړي


  • 1 کال دمخه (14/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 559

سمسور نیوز (۲۵سلواغه۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف ویلي، په تېره جنوري میاشت کې سلګونه ماشومان په افغانستان کې د سړې هوا او ناروغیو له کبله مړه شوي دي.

یونېسف د مړو شویو ماشومانو کره شمېر نه دی ښودلی او دا یې هم نه دي ویلي، چې دغه ماشومان په کومو سیمو کې مړه شوي دي. 

دغې ادارې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ټیمونه یې په ټول افغانستان کې د ژمي پر مهال د خلکو لاسنیوی کوي.

تر دې وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي و، چې د سړې هوا له کبله ټول هېواد کې شااوخوا دوه سوه کسان مړه شوي او لسګونه زره څاروي له منځه تللي دي.