دخواشينۍ اوډاډگېرنې دڅرگندولو پيغام


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حبيب الله غمخور
  • 1252

هغه لاسونه دي مات سي چې پر تاپروته سول

تير ويرمولاهيرنه وو چي دپښتنو،علم اوفرهنگ قسم خوړلو دښمنانوزموږ ولس  اوپه ځانگړې توگه دقندهاردتاريخي ښار اوسېدونکي دوير پر بلې کمبله کښېنول .
نن سهار مودډله ايزو رسنيو له لاري دکندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رييس داروښاد عبدالمجيد بابي  په شهادت رسېدلو ډير خواشينوونکۍ خبرترلاسه کړ .انا الله انا اليه راجعون
ارواښادعبدالمجيد بابي د هېواد د ادبي ډګر ځلانده څيرې دډېرو ستونزواوکړاونو  په زغملوسره  په خپل ټول توان اوطاقت نه يوازي دکندهاربلکې دټول هيوادپه کچه  دافغاني کلتورد پياوړتيا اوځلېدولپاره نه  کيدو هېرېدونکي وياړلي خدمتونه کړي دي  .
اروښاد عبدالمجيد بابي يوغښتلي فرهنگي شخصيت شاعر اوتکړه ليکوال وو. دغه بېلگه او وړتيا ددې لامل وگرځېده چي دافغان ولس اوپوهې دښمنان نه غواړي داسي شخصيتونه ژوندي پاته سي .خوپدې بايد پوه وي  چي د اروښاد عبدالمجيد بابي شهادت به نه يوازي داچي په زرهاوو نور پر وطن مين شاعران ،ليکوالان او اديبان راوزېږوي بلکه دهغه دشهادت دعاملينوپه وړاندي ئي دټول افغان ولس کرکه اونفرت راوپاراوه .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي دارواښاد عبدالمجيد بابي په شهادت رسول  اودغه تروریستي عمل په کلکه غندو، ځان دارواښاد دغمځپلې کورنی ،دوستانو،علاقمندانواوټولوفرهنگيانوسره پدې ستر غم کي شريک بولو د لوی خدای ( ج ) له دربار نه  شهيد عبدالمجيد بابي ته فردوس جنت  غوښتنه کوو.
روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله 

دټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې  په استازيتوب
حبيب الله غمخور