د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې يوه بوشکه چاودېدونکي مواد کشف او وروسته والوزول شول

د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې يوه بوشکه چاودېدونکي مواد کشف او وروسته والوزول شول


  • 4 کاله دمخه (24/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 1560

يوه بوشکه چاودېدونکي مواد، چې د طالبانو لخوا د اليشنګ ولسوالۍ د شمکټ درې په سياه دهن تپه کې ځاى پر ځاى شوي و نن د ٢٠١ سېلاب قول اردو د لومړۍ لوا سرتېرو لخوا کشف او وروسته والوزول شول.

د يادې قول اردو د لومړۍ لوا مطبوعاتي مسٶل وايي، چې دغه له چاودېدونکو موادو ډکه بوشکه د امنيتي سرتېرو د له منځه وړلو په موخه ځاى پر ځاى شوي ٶ، چې له چاودېدو وړاندې کشف او الوزول شوي.

دا لومړى ځل ندى، چې په لغمان ولايت کې دې ته ورته پېښه کېږي بلکې څو ورځې وړاندې هم د لغمان د قرغه يو ولسوالۍ اړوند خروټو سيمه کې  له يوې رېکشې څخه چاودېدونکي مواد ترلاسه شوي و.