د قطر په منځګړیتوب؛ غزه کې د اوربند هڅې پیل شوې

د قطر په منځګړیتوب؛ غزه کې د اوربند هڅې پیل شوې


  • 10 مياشتي دمخه (26/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 288

په غزه کې د حماس او سراییلو ترمنځ د اوربند په اړه  د قطر، امریکا او مستقیمې خبرې روانې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه خبرې د دې هېواد، امریکا او مصر په په  منځګړیتوب تر سره کېږي.

اسراییلي رسنیو خبر ورکړی چې که هوکړه وشي، نو په لومړي پړاو کې به دحماس له بند څخه ۳۵ تر ۴۰ بندیان خوشې شي او په بدل کې به یې شاوخوا ۳۰۰ فلسطینیان خوشې کړي.

وړاندوېنه کیږي چې که یوې موافقې ته ورسیږي، د حماس او اسراییلو ترمنځ به شپږ اونۍ اوربند رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل  په غزه کې لا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او د جګړې له پیل راهیسې څه باندې ۳۰ زره فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاو خوا ۷۰ زره نور ټپیان شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.