د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د قرغزستان او اذربایجان هېوادونو پلاوو ژمنه ورسره کړې، چې په افغانستان کې به د ګازو او تېلو یو معیاري لابراتوار جوړوي.
یاد وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ژمنه د یادو هېوادونو د کانونو وزارتونو پخوانیو مرستیالانو الماس بیک تومانوف او ازر شکوروف او پلاوو یې د دغه وزارت له سرپرست هدایت الله بدري سره په یوه لیدنه کې کړې ده.
سرچینه زیاتوي، چې بدري د یادو هېوادونو د ذکر شوې ژمنې هرکلی کړی او د کانونو د قوانینو په رڼا کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.