د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبرا لاینز پر طالب مشرانو غږ کړی، چې د جګړې پر مهال د ملکیانو زیان ته پاملرنه وکړي او د خبرو اترو پر مېز خپلې هڅې چټکې کړي.
نوموړې همداراز ویلي، د افغانانو پر وړاندې دې د جګړې مخه ونیول شي او په خبره یې طالبان باید د افغانانو خونديتوب او د هغوی د ښې راتلوونکي لپاره هیلهمن شي.
اغلې لاینز دغهراز زیاته کړې، له طالب مشرانو هیله کوم، چې د جګړو بې خونده او وحشتناکې تراژیدۍ او پر ملکي وګړیو يې ويجاړوونکیو اغېزو ته پام وکړي.
نوموړې د یونما هغه راپور په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان کې تېرو شپږ میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې ده.
د دې په وینا، دا راپور ښکاره خبرداری ور کوي، که د مخ پر ډېرېدونکي تاوتريخوالي مخه ونه نيول شي؛ نو لرې نهده چې سږکال به ملکي افغانانو ته درانه تلفات ور واوړي.