سمسور (۳۰غویی۱۴۰۱) دایکندي کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په میرامور ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینې همداراز زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې ۳ مېرمنې وژل شوې دي او د ماشومانو په ګډون ۷ تنه نور ژوبل شوي دي.
د سرچینې په خبره، دغه پېښه د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.
د پېښې ټپيان د غزني روغتون ته لېږدول شوي او روغتایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.