احمد مسعود: مبارزه مو دوام لري؛ د خلکو مشروع غوښتنې به پوره کوو

احمد مسعود: مبارزه مو دوام لري؛ د خلکو مشروع غوښتنې به پوره کوو


  • 2 کاله دمخه (12/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1027

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په یوه تازه خپاره کړي پیغام کې د طالبانو پر وړاندې پر جګړې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د خلکو د مشروع غوښتنو تر پوره کېدو به خپله مبارزه دوامداره وساتي. 

هغه خبرداری ورکړی، چې په هېواد کې د فکري ازادي او یوه همه شموله حکومت تر رامنځ‌ته کېدو به له خپلې مبارزې لا په سر نه‌شي. 

د نوموړي په وینا، چې طالبانو تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې جنګي او بشري جنایتونه پیل کړي او د ده په باور، چې طالبانو ملکي خلک او د تېر نظام غړي وژلي دي. 

مسعود دغه‌راز زیاته کړې، چې د ښځو او انجونو د ظلم او تبعیض پر وړاندې ملي مقاومت خپل غږ اوچت کړی، چې په پایله کې یې نړۍ هم تر دې دمه د طالبانو حکومت له رسمیت پېژندلو انکار کړی دی.  

وروسته له هغه، چې طالبانو په ټول افغستان ولکه ټینګه کړه؛ نو د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې د طالبانو پر ضد خپل مقاومت اعلان کړ، چې لا هم له خپل دریځ نه‌دي په شا شوي.