خلیلزاد او حنیف اتمر د فرشتې کوهستانۍ وژنه غندلې.

خلیلزاد او حنیف اتمر د فرشتې کوهستانۍ وژنه غندلې.


  • 4 کاله دمخه (25/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1316

حنیف اتمر وایي، د خلکو غږ خاموشه کول شهامت نه، بلکې یو کمزوری عمل دی.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د مدنې فعالې فرشتې کوهستانۍ او د هغه د ورور وژنه غنذلې. اتمر ویلي ترهګر هڅه کوي، دخلکو غږونه خاموش کړي، چې دا چاره یو کمزوری عمل دی. هغه ویلي د فرشتې کوهستانۍ وژنه یو وحشتناک عمل دی او عاملین یې په سخته سزا محکوم دي. بل لورته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د فیفا بنسټ اجرایوي مشر یوسف رشید او د مدنې فعالې فرشتې کوهستانۍ مړینه غندلې. خلیلزاد ویلي، د رشید او کوهستانۍ په څېر خلک ددې ټولنې زړه دی او دوی باید ونه وژل شي.