د مطبوعاتو د آزادي نړیواله ورځ؛ پاکستانی خبریال په یوه چاودنه کې ووژل شو

د مطبوعاتو د آزادي نړیواله ورځ؛ پاکستانی خبریال په یوه چاودنه کې ووژل شو


  • 8 مياشتي دمخه (03/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 332

په بلوچستان کې د خضدار په نوم د پرېس کلب مشر محمد صدیق منګل په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

پاکستاني پولیسو ویلي، چې چاودنه د خضدار ښار په چمروک چوک کې شوې، چې په پایله کې یې د یاد خبریال  په ګډون درې تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د برید هدف د منګل موټر و، چې چسپيکي ماین ورپورې نښلول شوی و.   

د راپورونو له مخې، نوموړی د جمعې لمانځه ته روان و، چې پر موټر یې چاودنه وشوه.   

ویل کېږي‌، محمد صدیق منګل وتلی خبریال او د مولانا فضل الرحمن د جمعیت علمای اسلام ګوند ایالتي غړی و.  

دا پېښه داسې مهال کېږې، چې نن جمعه د مې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ هم ده. 

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پاکستان او په ځانګړې توګه بلوچستان کې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.