زابل کې یوې ټرافیکي پېښې شپږ کسان ټپیان کړل.

زابل کې یوې ټرافیکي پېښې شپږ کسان ټپیان کړل.


  • 1 کال دمخه (21/05/2021)
  • خالد سهار
  • 813

د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې ټرافیکي پېښې شپږ کسان ټپیان کړي دي. 

ځایي سرچینو ویلي، چې دغه ټرافیکي پېښه نن غرمه مهال د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ اړوند د کندهارـ کابل پر لاره د دوو کوچنیو موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې.

د سرچینې د مالوماتو له‌مخې، چې د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي او اوسمهال یې روغتیایي وضعیت ښه دی.

د ویلو ده، چې شاوخوا څو اوونۍ وړاندې هم په دغه ولایت کې مرګوني ټرافیکي پېښه رامنځته شوې وه.

د مالوماتو پر بنسټ، دغه پېښه د کلات ښار په جلدک سیمه کې د یوه ټونس ډوله او ټېلري موټرو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې په ترڅ کې یې لس تنه ووژل شول او لږ تر لږه دیارلس نور ټپیان شول. 

تراوسه د دغې پېښې اصلي لامل معلوم نه دی؛ خو د چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی د هېواد په لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو لاملونه ښودل کېږي.