د جون په ۲۶ نېټه انګلستان له سریلانکا سره په شل اوریزه لوبه کې مخامخ شوی وه.
په دغې لوبه کې پچه سریلانکا وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.
انګلستان په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ منډې جوړې کړې او د ۱۸۱ منډو هدف یې سریلانکا لوبډلې ته کېښود.
د انګلستان لپاره جوني بیرسټو ۵۱ او ډیویډ مېلن ۷۶ منډې جوړې کړې.
د سریلانکا لپاره چمېرا ۴ لوبغاړي وسوځول.
سریلانکا لوبډلې ټاکل شوی هدف ترلاسه نه شوای کړای او په ۹۱ منډو یې خپله ټوله لوبډله دلاسه ورکړه.
د انګلستان لپاره سام کرن دوه او ډیویډ ویلي ۳ لوبغاړي وسوځول.
ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ډیویډ مېلن ته ورکول شوه، چې ۷۶ منډې یې جوړې کړې وې.
له دې وړاندې په دوه نورو شل اوریزو لوبو کې هم انګلستان سریلانکا ته ماتې ورکړې وه.
انګلستان لوبډلې دغه سیریز درې صفر وګاټه.