د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له سرپرست حکومت سره یې د دوحې تړون لغوه کړی ؤ.
نوموړي په ټاکنو کې له خپلې سیالې کاملا هرېس سره د لومړۍ مناظرې په یوه برخه کې وایي، چې ده له سرپرست حکومت سره د دوحې تړون لغوه کړی ؤ، ځکه دوی يو شمېر کارونه چې باید ترسره کړي یې وای، ترسره نه کړل.
دا لومړی ځل دی، چې ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال د دوحې تړون د لغوه کولو خبره کوي.
د یادونې ده چې د دوحې تړون د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۲۰ کال کې لاسلیک شوی ؤ.