‏ټاکل شوې چې په افغانستان کې ۱۰ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

‏ټاکل شوې چې په افغانستان کې ۱۰ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.


  • 4 کاله دمخه (27/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 1365

تېره ورځ (٩٩/٨/٥ دوشنبه) د يونېسف مرستندويه ادارې لخوا د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د پوليو ضد ملي کمپاين پيل شوى، چې دوه نورې ورځې به هم دوام کوي او په ترڅ کې به يې ١٠ ميليونه ماشومانو ته ياد واکسين تطبيق شي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان خبردارى ورکوي، چې په دې وروستیو کې د پولیو مثبتې پېښې ډېرې شوي او اړتيا ده، چې په ټول هېواد کې دغه کمپاين ترسره شي، دوى په کلکه سپارښتنه کړې، چې له صفر نه تر پنځه کلنۍ پورې ټول ماشومان دې په منظم او مکرر ډول واکسين شي.

بل پلو په ختيځ کې کې د يونيسف ادارې د عامه پوهاوي مسٶل قدرت الله شکېب سمسور نيوز ته د ياد کمپاين په اړه وايې، چې دوى به د دغه درې ورځيني کمپاين سربېره د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې هم کور په کور ګرځي او هغو ماشومانو ته به واکسين کوي کوم، چې ترې پاتې شوې وي.

د يادونې وړ ده، چې سږ کال په ټول هېواد کې د پوليو ٥٣ مثبتې پېښې ثبت شوي.