متقي: د بشري او پرمختیايي کارونو لپاره غوره چاپیریال برابر شوی

متقي: د بشري او پرمختیايي کارونو لپاره غوره چاپیریال برابر شوی


  • 10 مياشتي دمخه (18/01/2024)
  • کامران احمدزی
  • 386

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي چارو نوي مسوول اندریکارتواني د بهرینو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي.

نوموړي په دې کتنه کې ویلي چې تر دې وړاندې یې د اسیا پاسفیک سیمې د رییس په توګه هم د افغانانو ستونزو ته رسېدنه کړې او تر دې وروسته هم غواړي چې د افغانانو لپاره لا ډېر کار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې امیرخان متقي په دې لیدنه کې د بشري او پرمختیايي خدمتونو لپاره د غوره کاري چاپیریال د رامنځته کېدود یادونه هم کړې ده.

متقي اندریکارتواني ته د هر ډول مرستو ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ډانیل انډریس پر یادې څوکۍ دنده ترسره کوله.