سرپرست حکومت د نړیوال بانک راپور رد کړی

سرپرست حکومت د نړیوال بانک راپور رد کړی


  • 1 مياشت دمخه (07/12/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 58

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د نړیوال بانک هغه راپور رد او له حقیقت څخه لېري یاد کړی، چې ویلي یې وو، افغانستان د ناخالص تولید کچې د زیاتوالي سره- سره له اقتصادي ستونزو مخامخ دی. 

دغه معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې ليکلي، دا راپور نه یوازې له حقیقت څخه لېري؛ بلکې هغه شمېرې، چې د افغانستان په اړه په کښې ویل شوي، تر دې هم لوړې او د پرمختګ په حال کې دي. 

په خبرپاڼه کې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راوروسته په افغانستان کې د ګڼو لویو پروژو پیل او په لوی مقیاس کانونو کې ۴۱۵ ملیارډ افغانیو پانګونه هغه څه یاد شوي، چې له امله یې افغانستان ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی. 

دا غبرګون تر هغه وروسته ښودل شوی، چې تېره اونۍ د نړیوال بانک د اسیا څانګې په یوه راپور کې ویلي وو، چې ‎په افغانستان کې د کورني ناخالص تولید کچه ۲،۷ سلنه شوې؛ خو لا هم افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخ او بېکاري په کښې په زیاتېدو ده.