د طالبانو د مخاراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایي، افغان پست شرکت په تېرو یوازې دریو میاشتو کې ۴۶ میلیونه او ۳۹۱ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د یاد وزارت په وینا دغه عواید یې د پاسپورټونو، د بهرنیو چارو وزارت تصدیق پاڼو او د الکترونیکي تذکرو د لېږد له لارې تر لاسه کړي دي.
د دغه وزارت په خبره، دا پیسې یې مالیې وزارت ته سپارلې دي او د یاد بانک له لارې به د هېواد ملي بودجې ته لاړې شي.
د یادونې ده چې یاد وزارت مخکې تر دې هم ویلي وو چې یوازې د موبایلونو د کریډیټ کارټونو د مالیې له لارې یې په میلیونونو افغانۍ عواید راټول کړي دي.