دیني عالمان: روانه جګړه دې ودرول شي، هېڅ‌راز مشروعیت نه‌لري

دیني عالمان: روانه جګړه دې ودرول شي، هېڅ‌راز مشروعیت نه‌لري


  • 3 کاله دمخه (04/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1818

یو شمېر دیني عالمان وایي، چې په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ‌راز اسلامي بڼه او مشروعیت نه‌لري. 

په لغمان کې د دې ولایت په ګډون د کونړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د جګړې له ښکېلو خواوو افغان حکومت او طالبانو یې د سم دستي اوربند غوښتنه وکړه.

په دې ولایت کې نن چهارشنبه د زمري د میاشتې پر ۱۳مه نېټه د دې ولایت په ګډون د کونړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو لسګونه دیني عالمانو او ځوانو "روانه جګړې دې ودرېږي" تر سرلیک لاندې غونډه ترسره کړه.

مولوي مشتاق همیم، د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان ۹۹.۹ سلنه خلک مسلمانان دي او په خبره یې د افغانانو پر وړاندې روانه جګړه هېڅ‌ډول دیني مشروعیت نه‌لري او هغه څوک چې د دوی خلاف جګړه کړي، باغیان او د پردیو د غوښتنو تابع دي. 

په دغه ولایت کې د عالمانو شورا رئیس، فرمان‌الله نیازي په هېواد کې د جګړې وروستي شدت ته په اشارې وویل، چې دا د ګاونډیو هېوادونو توطیه ده او په وینا یې دوی نه غواړي، چې زمونږ هېواد له روان ناورین څخه را ووځي. 

ښاغلي نیازي همداراز زیاته کړه، د جګړې په ښکېلو اړخونو غږ کوو، چې دلته روان خراب وضعیت ته د پای ټکی کېږدي او پر ځای یې چې د سولې خبرې د حل لاره ده، باید چټکې کړي.

په همدې حال کې د کونړ د دیني علماوو شورا رئیس ضیاءالرحمن الله‌یار هم وویل، چې د افغانستان شته نظام اسلامی دی او دا د افغانانو په قربانیو رامنځته شوی دی.

نوموړي دغه‌راز د روانې جګړې د غندې سربېره له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې راځئ د سولې په ټغر سره کېنئ او افغانان نور د ارام ساه ته پرېږدئ. 

الله‌یار همداشان زیاته کړه، موږ دیني عالمان د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو او د ده په ټکو چې دوی د دې وطن اصلي ساتندویان او رېښتیني سرتېري دي. 

هغه همدارنګه وویل، هغو سمیو کې چې طالبان ولکه لري، د خلکو ژوند خورا ترینګلی دی او زیاتوي، چې دغه ډله وحشیان دي، د بې‌ګناه ملکیانو وژنو ته یې دوام ورکړی او خلک یې له ډېرو نورو ستونزه سره هم‌ لاس او ګرېوان کړي دي. 

په عین وخت کې یو شمېر نورو دیني عالمانو هم په خپلو خبرو کې په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله او له طالبانو یې وغوښتل، چې له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېني.

دوی زیاته کړه، چې جګړه د حل لاره نه‌ده، که په خپلو کې سره روغه ونه‌کړو؛ نو د دې احتمال شته چې دا جګړه لا دوام ومومي.

دغه غونډه چې د الله‌اکبر په نعرو سره بدرګه کېدله، په کې ګډونوالو د سولې او یووالي لپاره د ترانو ویلو ترڅنګ د دایمي او باثباته افغانستان لپاره هم د دعا لاسونه لپه کړل. 

د غونډې په پای کې عالمانو له رسنیو سره یو پرېکړه لیک هم شریک کړ، چې په‌ لاندې ډول دی: 

((۱ - د افغانستان موجوده نظام شرعي او اسلامي دی، پر همدې بنسټ وایو چې د دې په مقابل کې هر جنګېدوونکي خوارج او باغیان دي. 

۲ - لکه څرنګه چې روانې جګړې له موږ څخه قربانۍ اخیستي او لا یې اخلي؛ نو پر دې اساس مونږ دیني علماء جګړه په سراسري اوربند بدلول غواړو.

۳ - زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه مسلمانان او د دې خاورې اصلي بچیان دي، په اوسني حالاتو کې د یو نا اعلان شوې جګړې سره مخامخ دي. مونږ د ختیځ زون دیني علماء حاضر یو چې خپلو امنیتي ځواکونو سره سنګرونو ته هم ولاړ شو. 

۴ - دا چې ټولو ته څرګنده او ښکاره ده د قطر هېواد د دوحې په ښار کې مذاکراتي ټیمونه د خبرو په حالت کې دي، له هغوی څخه مو غوښتنه دا ده، چې ژر تر ژره دې د مذاکراتو مثبتې پایلې له افغان ملت سره شریکې کړي.))

د دغو دیني عالمانو دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي، چې د هېواد په درېیو ولایتونو کندهار، هلمند او هرات کې جګړې تر بل هر وخت تېزې شوې دي؛ خو په دوحه کې بیا د سولې په روانو مذاکراتو کې هېڅ د پام وړ پرمختګ نه‌لیدل کېږي.