څنګه چه ښایست يې د اشنا په اننګوکې دی
هسې یې غزل د نا اشنا انځوره ووځی
د ځوانئ په وخت به چه د چا د ښادئ مراسمو ته تللو ، نو په تلو تلو کې به دا پوښتنه طرحه کېدله چه څه به یې پاخه کړي وي ؟ د غوښې سره شوله که بې غوښې ؟ خوندور ځواب «پولاو » و ٠مګر زما او زماغوندې ، د ځینوسرګشته و، نه دا پوښتنې خوښېدلې او نه دا ځوابونه ٠ زموږ په زړه پوری پوښتنه داوه سندرغاړیې څوک دی ؟
اسلم ، بادام ،فيض ګل ،حافظ ، مشکي ،بسم الله، ایوب ، رحمتګل ، ګلرنګ ٠٠٠یا ؟
واده ته به ورسېدو څه شی به چه تیار و هغه به د یار و ،هغه به مو په خوند خوند وخوړل ٠٠٠٠
بیا به له ماسخوتنه تر سپېده داغه پورې د سندرو په اورېدو نه مړېدو ٠ د بهاړي ، بيرمې ، بياګ ، کستوري ،کليان ، اسا اوجوګ په راګونو کښې به مو سندرې : مقام ، غزل ، لنډی ، چهار بيتې ، لوبې ،بګتئ ٠٠٠ او په هغو کښې به مو په ډېره مينه ، دمینې سندرې اورېدلې ٠ ديار دمينې ، د وطن د مينې او د خدای دمينې د استاد الفت دمینې دیو غزل دا بیت الغزل ، د هماغه زمانو يادګار دی٠
چه په حجرو کې يې د عشق سندری
هره شپه اورم ننګرهار ښه دی
مګر اوس ، دماشيني نړئ د ترقئ او پر مختګ په زمانه ، په يويشتمه سدئ ، يا د کمپیوټر په دوران کښې پر موږ بدبختانو ، ددې ورستيو دېرشو کلونو ، د پرله پسې تپل شويو خونړيو جګړو ، د نړئ د راز راز پرمختللیو وسلو د ازموينو د درز او دروز پدې دوزخي زمکه او اسمان کښې ، چه د چا خپلوان ، عزیز ، دوست او اشنا د ښادئ کارت راشي ، نو کارت وګورو چه د شپې له خوا ، د يو مجلل عصري هوټل تالار ته يې بللي يو ٠ مننه مبارک دې شي ٠
هلته د خوړو غم نه وي ٠ د هر مېز ګرد چارپېره دولس تنو غذا سرویس کیږي ، شوله خو درک نه لري ، څلور پنځه ډوله پولاوونه ،څلور پنځه ډوله غوښې ،سالندونه ، فيرنې ګانې ، مېوې اوکوکا کولا ګانې ٠٠٠٠
دولس واړه زمريانو مېلمنو حمله په غوښو وي ٠ وريجې هسې پاته شي ٠ هسې هم زياتره پخ کړي شيان باسي او د پرون ، بل پرون او لرغونيو پرونونو د ودونو پاته شوني وي ٠
خدای دې د هغو مل شي چه وخت ناوخته يې د وينې د فشار يا د معدې د تېزاب درجه جګيږي٠٠٠٠
: راغلو د سندرو اورېدلو ته
هلته سندرغاړو ته ډیر ښه سټېژجوړ شوی وي ٠ په اوتو کړيو دريشيو او ښکلو نيکټا يي ګانو ، منظم او مهذب ،((هنر مندان ))او کله نا کله (( بې هنران )) ناست وي او سندرې غږوي ٠ هغه سندرې چه موږ په ځوانئ کښې اوريدلي هغه نه ، هغه استادان خو زياتره وفات شوي دي ٠ خدا دی يي وبخښي ! د هغو د زامنو لمسيانو څخه ، خدای دی يي لري ، سندرې اوروسندرې خو سندرې وي (( خو ))، بيا هم ((خو))، خو دنوي عصر د تخنیک زور هم ور سره شیي ،او د موسقئ خوږ اواز ، دراکټونو ، توپونو او بمونو د اواز غوندې اوچت شي او غوږونه کڼوي ٠
: په يو واده کښې ، همدا چه ډوډئ مو ونغړله ، نو يو ملګري راته په څه طنزي لهجه ويل
استاده ! که دې خوښه وي نو رسخت به واخلو ، وبه تښتو ٠
ما وويل : ولې ؟ هغه وويل : ته پوهيږې چه افلاتون ويلي دي : (( موسقي د روح غذ ا ده ))٠ مګر ٠٠٠٠٠زه پوه شوم ٠ پاڅېدو ٠ په ولاړه حالت کښې ما وويل : بېشکه ! که الله پاک پدې يوويشتمه پېړئ کښې ، افلاتون را ژوندی او يا زموږ په ټولنه کښې نوی افلاتون را پيدا کړي ، نو پر موږ به د هغه ذات د بې شمېرو احسانونو تر څنګ د هغه دا احسان هم وشي ٠ چه ، دې زمانې ځينې کسانو ډېر تبليغ کړی دی چه (( فلسفې افلاس کړی دی )) ددې پرو پاګنډې په اثر د نړئ د فيلسوفانو بازار سوړ شوی ،او د هغو پر ګدئ سفسطه بازان ناست دي ٠ اودې سره نړئ د فلسفې په افلاس اخته شوې ده٠ نو نوی افلاتون به خپله هغه زړه خبره ((موسقي د روح غذا ده )) بيرته واخلي اوداسې حکم به صادر کړي (( موسقي د روح عذاب دی !))٠
او دې سره به د فلسفې او فيلسوفانو ارزښت هم یو په دوه شي٠
چه روان شوود موسقئ لمړنی درز پورته شو ٠٠٠څو چه د تالار دروازې ته ورسيدو، د سند ر غاړې غږ مو تر غوږ شو٠
ياره ستا په اننګو کې
چه د چا د وينې رنګ دی ؟
زما د پاکې مينې
حقيقت پکښې څرګند دی٠٠٠٠٠٠
او درزی درزی ، درزی درزی ٠٠٠٠
نه پوهېږم چه ددې سندرې بخت او طالع وې ، که د نورو ټولو اوسنيو په خلاف ددې سندر مارو مهارت ، چه د شعر د الفاظو د ادا کولو پر مهال يې د موسقئ د الاتو غږونه ډېر ټيټ کړي وه ٠
: نو ملګري مې وويل
ها ٠٠٠٠ د حمزه با با غزل وايي ٠
هملته لږ څه ودرېدو او سندر ه مو تر پايوه واورېدله او يو څه خوند مو ترې واخیست ٠ يو څه پدې چه د سر تاوولوپه وخت بيا د موسقئ په اوازنو د توپونو غړمبهار جوړېده او زمو غوږونه يې کڼول ٠٠٠٠زه خو ودونو ته ډير نه ځم ٠ که د سيا لئ شريکئ د ډيرې بې اندازې مجبورېئ نه ولاړ هم شم ، بيا ورته ډېر نشم کښېناستلی ٠خو دا سندره مې بيابيا څو ځله د راډيو ګانو او تلويزيونونو له لارې ډيرو مختلفو سندر غاړو په اوازونو کښې ، د موسقئ د سم ، مناسب او معتدل غږ په ملګرتیا اورېدلې او خوند مې ترې اخيستی دی ٠
! خو
خو څرنګه چه یو د سندرې په کسر کښې د هغه د شاعر نوم يا تخلص نه اورېدل کېده او په هوټل کښې د خپل ملګري نه می اورېدلي وو:د حمزه بابا غزل٠٠٠٠
نو د غزل په مکرر اورېدو به مې دا تلوسه زياتېدله چه که د غزل په کسر کښې د شاعر نوم يا تخلص واورم ٠
حمزه بابا خو د خپلو غزلو په کسرونوکښې خپل نوم ځای کړی دی او دلته ٠٠٠٠؟
بيا دې ته مې پام شو چه ددې ښکلي غزل په قافيه کښې لفظي ترادف او همغږي نشته ٠
د سر دواړه مصرعو د قافيو الفاظ (رنګ - او-څرګند )دي او ددوهم بند هغه (خوند) او د نورو بندنو دغه ( ملنګ ، رنګ ،پتنګ ،او څنګ ) دی٠
زه خوشحاله شوم چه د اولسي شاعرانو په شعرونو کښې ، د عربي په شان ، دا کار شوی دی او کېږي ، ښه شوچه د چه د حمزه بابا په حواله ،په ديوانۍ شاعرۍ کښې هم ، ددې ((ازادئ )) جواز پیدا شو ٠خو افسوس چه د ظالمې زمانې له خوا ، پر موږ خوارانو باندې د (( ازادئ )) د خوږو پېرزوينه کمه ده یا نشته ٠٠٠٠
عبدالرحيم يوه ( سي - ډي ) يا ( ډي - وي - ډي )چالانه کړې وه ٠ ما په هغه کښې دغه سندره د (نازيه اقبال ) په اواز کښې اورېدله او کسر ته يې منتظر وم ٠ دی کښې زموږ د انګړ ور وټکيد ٠عبد الرحيم ولاړ ٠ ډير زر بيرته راغی٠
په دوه اتيا مخونو ، د کمپوز شويو شعرونه همدغه مجموعه يې راکړه او راته يې ويل : (افغانی صاحب ) غواړي چه پدې کتاب باندې څه وليکې !
د مجموعې پاڼې مې واړولې ٠ ( دمينې رنګ ) غزل (ياره ستا په اننګو کې ٠٠٠٠) مي سر تر پايه ولوست او ايله وپوهيدم چه دا ښکلی رنګين شعر ، د همدې مجموعې د ويناوال ښاغلي سمیع الدین افغاني دی ٠
څو نور شعرونه مې هم و لوستل ٠ زياتره خوندور وو ٠ ستړی شوم ٠ په چرت کښې ولاړم ٠ هلته د (ويښ زلميانو ) په باره کښې کتاب ليکم ٠ دلته زما د (يو دوه ګوتې کاغذ٠٠٠) دکتاب څه د پاسه ديارلس سوه مخونو ، پروف راته پروت دی ٠ زوړ يم او جوړ نه ٠ ډاکتر راته دوينو دغوړ د لېرې کولو لپاره دوا نه ده راکړې او د هرسهار يو ساعت سپورت او د مازيګر دوه ساعته د پلي ګرځېدو سپارښتنه کړې ده ٠او دې سره دا عزيزان ، دا کتابونه او دا تقريظونه ، په دې وضعه ٠٠٠٠
مازيګر وه ٠ پاڅيدم ٠ په چکر شوم ٠ زموږ دکور مخې ته سرک نوی قير شوی دی ٠ مازيګر په همدې ځم راځم ٠روان يم ٠ يو څه وړاندې ، په کوڅه کښې څو تنه ماشومان وو ٠ لوبې يې کولې ٠ يو څه باد هم چلېده ، دکوڅې دوړې يې هم بادولې ٠ چه ورنژدې شوم ،وپوهيدم چه ماشو مان په
: ګډه ، د يوکوره س په شان ، په خپل ماشومانه غږ ، دا سندره وايي
ياره ستا په اننګو کې ٠٠٠٠
پوه شوم چه دا سندره اوس نه يوازې د مشرانو استادانو هنر مندانو د خولې سندره ده ، بلکه د ځوانانو او ماشومانو دخولې سندره هم ګرځيدلې ده ٠
خو يره کشکې په ودونو کښې ، هغه د توپونو دګړزهار په ځای همدغسې ماشومان همدغسې سندرې ووايي ٠٠٠٠
په چکر چکر کښی ، زما په ذهن کښې ، نژدې د څلويښتو کلونو دمخه يوه کيسه راتداعي شوه ٠
: او داسې
و ، نه و، زموږ د هېواد يو وزير و ، له نامه سره يې د (ډاکټر) علمي لقب هم لګېدلی و ٠ ډاکټر وزير په دې مشهور و چه پښتو او پښتنو سره ډيره مينه لري ٠ ډيرو کسانو به ويل چه په ډاکتر صاحب باندې وطن ډېر ګران دی ٠ هغه ډېر وطنپال شخصيت دی ٠
: يوازې ښاغلي صفی الله اسد سفیر به ويل
افغانستان پر ډاکټر ٠ ٠ ٠ ٠ ډير ګران دی ٠ مګر، هغه په ګران وطن کښې هغه وخت شپې تيروی ، چه دی پکښې د کابينې وزير وي ٠ ٠٠
په هغه زړو ورسته پاته زمانه کښې زموږ يوازې يو وطنپال دغسې و ٠ اوس پدې ورسته وروسته زمانه کښې ماشاالله زموږ ډېر وزيران دغسې دي چه وطن پرې ګران دی ٠ مګر پدې ګران وطن کښې په هغه مهال جره ا و سېږي چه دی پکښې د کا بينې وزير وي ٠
دکابينې هغه محترم غړی د معارف وزير و ٠ د پښتو ټولنې رياست رسما د معارف وزارت پورې مربوط و ٠ د پښتو ټولنې ريس پوهاند صديق الله رښتين و ٠ زه هم د همدې ټولنې علمي غړی وم ٠يوه ورز رئيس صاحب موږ ټولو غړو ته د استعلام په ذریعه خبر راکړ چه سبا په لسو بجو وزير صاحب پښتو ټولنې ته تشريف راوړي او تاسو سره ملاقات لري ٠ نو تاسې به په همدغه مهال د رياست په دفتر کښې حا ضر اوسئ!
حاضر شوو ، وزيرصاحب راغی ٠٠٠ کښيناست ٠ دعلم او معارف وطن او ملت ، پښتو او پښتنو په ارتباط يې څو جذباتي خبرې وکړې ، دکار ټکی پکښې هیڅ نه و٠مګر موږ يې ټول تر اغېز لاندې راغلو ، بيا يې وويل : دا پښتو ټولنه ده ٠ موږ او تاسې رسما مکلف يو چه دلته دې ټولنې د مرام او مقرراتو سره سم ، پښتو ملي ژبې ته علمي خدمت وکړو نو لطفا تاسې هر يو خپل نظريات ووايئ ٠٠٠٠تقريبا موږ ټولو خبرې وکړې ٠ بيکاره او دکار خبرې ٠
ډيرو به د پښتو او پښتنو په باره کښې احساسات څرګندول ، ځينو به پدې برخه کښې د وزير صاحب د شخصيت په ستاينه کښې مبالغه کوله٠ يو نيم د پښتو ټولنې ځينې معمولي ضرورتونو ته د وزير صاحب توجه اړول ٠ داسې کسان هم وو چه د افغا نستان د نورو ژبو د ويونکو د ځينو عناصرو او اشخاصو يا د ځينو بهرنيو هيوادونو له لاسه د پښتو د مخنيوئ په برخه کښې رښتيا او دروغ شکايتونه کول ٠ ځينو به زور واهه چه د يو لړ قالبي الفاظو او علمي ترمونو اولغتونو په استعمال خپل علميت او لياقت ثابت کړي ٠ د نورو ملګرو مشخصې خبرې رانه هېرې شوي دي٠
: خو زما د لنډو وړانديز لنډيز داسې کېدای شي
په ځينو طبعي خصلتونو کښې ، فرد او ټولنه ، يو تر بله سره ورته والی لري ٠ که يو فرد خپله روغتيا وساتي ، ورزش وکړي ٠ سم او مناسب خوراک ولري او ځان قوي او مضبوط کړي ، که له بهره څخه وجود ته يې مکروبونه هم ننوځي ، د هغه د وجود مقاومت په اثر د هغه مکروبونو اغېزه کميږي ياله مينځه ځي نو که ټولنه ، خصوصا پښتو ټولنه او د هغه غړي سم کار وکړي ، د ښې مطالعې په اساس د منطق او استدلال او علمي اسنادو او شواهدو سره ښې ليکنې او تاليفات ټولنې ته وړاندې کړي ، بيا نو ټولنه پخپله ، موږ په کار قناعت کوي ، چاته د مخالفت څه موقع په لاس نه ورځي او که ورشي هم مخالفت يې دومره تاثير نه کوي ٠٠٠٠
وزير صاحب خپل ساعت ته وکتل ٠ ويل : دولس بجې شوې په کاروو کښې ستاسو برياليتوب غواړم ٠ تاسې خپلو کښې سره کښېنئ ، د همدغو خبرو په اساس خپل کارونه تنظيم کړئ ٠ که ماته موڅه امر کاوه و رسمي وړانديز راته وسپارئ ٠ زه ستاسوپه خدمت کښې يم ٠٠٠٠ د خدای په امان ٠
د پښتو ټولنې رئيس موږ ته وويل : تاسې نور هم فکر وکړئ ٠ ددې خبرو په اساس ، اوکه تاسو سره نور نظريات هم وي ، سبا به سره کښېنو او ٠٠٠٠
مازيګر زه د استاد الفت د لیدو به تکل وخوزېدم ٠د هغه کور د ((چمچه مست )) د خوړ په غاړه ، په شېر شاه مېنه ( څلورمه کارته ) کښې و ٠ ور روان وم ٠ هلته د کارتې د کوڅو په دوړو کښې پينځه
: شپږ تنو ماشومانو په جګ اواز سندره ويله
زما ښکلی جانانه
زه جار شمه له تانه ٠
ما مه شړه له ځانه ٠
قربان دې شم ٠
قربان دې شم ٠
السلام ٠
السلام ٠
ښاغلي رحيم ګل غمزده خپله دغه سندره په هماغه وختونو په کابل راډيو کښې ويلې وه ٠ په محافلو کښې يې هم اوروله او د ځينو نورو سندر غاړو له خوا هم ويل کېدله ٠ او تر اوسه اورول کېږې ٠
زه چه دغو خړ سرو سندر بولو ماشومانو ته نژدې شوم ٠ ورته ودرېدم ٠ بيا مې ورسره لږه مرکه هم وکړه ٠وپوهېدم چه دا هلکان د همدې ښار اوسيدو نکي په خټه هزاره ګان دیي ٠ او ژبه يې دري ده ٠٠٠٠سبا ته د پښتو ټولنې غونډه جوړه شوه ، نو ما دا کيسه وکړه او زياته مې کړه:
دا خبره سمه نه ده چه موږ ووايو فارسي ژبي د پښتو مخه نيسي٠
د کابل ښار فارسي ژبي هزاره ماشومان چه په خوند خوند ، په ډير شوق و ذوق ، پرته د چا د وينا او
: تقاضا نه ، پښتو سندره وايي او خوند تري اخلي ، د دوو حقيقتونو څرګندونه کوي
لمړئ داچه په سندره کښې هنري زور دومره زيات دی چه يوازې د پښتنو نه ، يوازدسندرغاړو نه ، يوازې د مشرانونه ، بلکه د کوڅې ماشومو هزاره ګانو په زړونو او ذهنونو يې هم دومره اغېزه کړی دی چه دغه سندره په ډېر شوق و ذوق او احساس د هغو په ژبه جاری شوې ده ٠٠٠٠
دوهمه دا چه ((دا زه پښتون يم ته هزاره يې )) او ((دا زه فارسي وايم او ته پښتو )) خبره د يو لړ نا بالغو ٠ په نامه روښانفکرانو ، د غرض او مرض خبري دي ٠ او نور پاته اولس ، لوی او واړه ، پښتون او هزاره او ٠٠٠ ٠ په يو صف کښې ولاړ دملي هنر (( ښکلي جانان )) ته دمينې سلام وړاندې کوي او تر ښکلا يې ځاريږي ٠٠٠٠
د تېرو هېرو خاطرو همدې خوږو خوندونو سره کور ته ورسيدم ، د افغاني صاحب د شعرونو د مجموعې د خيالونو نور خيالولي شعرونه مي هم و لوستل ٠دغسې ((د يار دمينې)) نورې سندرې هم ٠ يوازې دا نه ، دوطن او ملت ، د افغان او افغانستان دمينې سندرې هم ٠ او يوازې ، د محبت ، صداقت ، افغان ، دا افغانستان دی ، دا څه حال دی ؟ تر عنوان لاندې منظومې نه ، بلکه دغسې نور غزل او نظمونه هم ، د ويناوال ددغسې مينې څرګندوی دي ٠
ما ډيرې خبرې وکړې ٠ زه خپلې خبرې بسوم ٠ تاسې لطفا ما وبخښئ او مجموعه ولولئ ٠
په درناوي
ستاسو خدمتګار
عبدالله بختانی
کابل - خيرخانه
د ١٣٨٨ د زمري ١٢ مه
د ٢٠٠٩ د اګست درېيمه