استاد شپون په تاند کې د سبک په اړه د «مېدین خې سړی ده – مېدین بد سړی ده» تر سرلیک لاندې یو ډېره ښکلې لیکنه خپره کړې وه، چې د استاد د ټولو لیکنوپه څېر هم په کې د مانا کوچ ډېر وو اوهم یې د طنز مالګه پوره وه. استاد خپله لیکنه په دې ډول پیل کړې وه : «زموږ کلي کې ،میرزا میدینخان (محی الدین) یکي یو پاړسیوان و. په ځان ډېر مین ، لکه هر اقلیت، په نورو شکمن و چې ده پسې به پروپاګند کوي. نو به چې د بزګرانو په کوم مجلس برابر شو ، هغوی به غلي شول چې د میرزا سره روغبړ وکړي، ده به ویل، " دا سې سې لګیا یېن، چې میدین خې سړی ده، میدین بد سړی ده؟ . تا سو اخپل کار روزګار نه لرېن؟" بزګران به هک اریان شول .... ځینو پښتنولیکوالو زما نه هم میدین جوړ کړی دی »
تر دې مقدمې وروسته استاد د خپل سبک په اړه د څرګندونو په ترڅ کې لیکي : «زما خپل کوشش دا دی چې اول ځان په یوې مو ضوع پوه کړم، بیا یې په داسې طریقه تر لوستونکو ورسوم چې هغوی هم زما په مقصد پوه شي. د دې له پاره زه هغه پښتو کاروم چې زه فکر کوم لوستونکې پرې پوهېږي. فرق نه کوي چې لوستونکي فکر وکړي چې زه د نوي کول د پرمختللې پښتو سره نا آشنا یم.موږ ټګان صحیح، خو چې خپله مدعا تر لوستونکو ورسوم.» او بیا زیاتوي :«میدین نه خې ده نه بد»!
د استاد د همدغو څرګندونو پر پله، ما هم وغوښتل پر دې وغږېږم چې د استاد د لیکنود ښکلا اصلي عنصر څه دی. هیله مې دا ده چې لوستونکي په خپل وار د سبک پر کړکېچنه موضوع فکر وکړي اوکه چا څه را زده کولای شول نو کور یې ودان، غنم یې ډېر!
ن.م.
استاد شپون دې خدای نور هم ډېر کلونه د ژوندیو له کتاره نه باسي، خو نن چې د محمود حبیبي د جنازې له لمانځه راوګرزېدم او په تاند کې مې د استاد له خولې «د مېدین» وېره اواندېښنه واورېده نو زړه مې وکړ چې یو وار بیا د مېدین لور ته سترګې ورواړوم.
زه د استاد دا خبره په خلاص زړه منم چې «میدین نه خې ده نه بد» خودا ویل هم خپل حق ګڼم چې ښه دی که بد مېدین په خپل کار کې اوستاکار دی.
خبره د سبک ده. زه فکر نه کوم چې په سبک دې ښه او بد «شتون ولري» خو سبک د لیکوال یا په ټوله کې د هنرمن ځانګړتیا ده. استاد د رابرټ لوویل پر پله، سبک د اوزارو له کارولوسره تړي: «سبک د کار ګر اود هغه د کار د سامان ترمینځ بشپړ توافق دی.نو چې داسې وي دا ناممکنه ده چې سامان دې بدل کړي خو بیا دې هم د عین لوښي د جوړولو تمه ولري.نو لیکوال هم که سامان بدل کړي که هر څومره خواري وکړي عین لوښی نه شي جوړولی. په لیکنه کې د /څه وایو/ خبره هماغومره مهمه ده لکه/څنګه یې وایو/. که دا خبره ومنو نو دوه لیکنې (حتی که په یکې یوې مو ضوع وي) هماغومره یو له بله فرق لري لکه دوه بنیادمان چې سره بېل دي».دا وینا په تول پوره ده، د څه ویلوځای په کې نه شته، خو د کارګر لاس هم باید هېر نه شي.هر کارګر د اوزارو د کاررولو خپل طرز لري یانې هماغسې چې کارګر که د کار سامان بدل کړي عین لوښی نه شي جوړولای هماغسې که دوه بېل بېل کارګران عین اوزار هم وکاروي جوړ کړي لوښي به یې چندان سره ورته نه وي. هنر پېژندونکي په اسانه کولای شي چې د یو هنري اثر «اصل» او «نقل» سره بېل کړي یانې که د اثر نور هرڅه سره کټ مټ یو شان هم وي خود اثر د جوړوونکي لاس تل بدل پاتې کېږي.دا خو لا څه چې که د اثر جوړوونکی وغواړي چې د دویم ځل له پاره عین اثر جوړ کړي نو هم ناکام به شي.
هنري اثر داسې وګڼه، لکه هنرمند چې خپل مخاطب ته یو سوغات ورکوي.د سوغات د مال غاښونه څوک نه شمېري خو د سوغات ورکوونکي اخلاص ته ضرور ګوري. کېدای شي چې سبک همدغه د سوغات ورکوونکي اخلاص وبولو. که هر څومره ښه خواړه وي، او په هرڅومره ښکلي لوښي کې اچول شوي وي خوکه مېلمه ته په بې نزاکتۍ ور ټېل وهل شي، د خوراک نه دي خوکه هر څومره خوار بې تبي اوبې مالګې سابه هم وي خوچې په مینه اواخلاص د چا مخې ته کښېښودل شي، خوند لري، که څه هم خوندور شاید ورته و نه ویلای شو.
هنر من که خپل هنر او خپل مخاطب ته درناوی ولري نو پر خپل هنري اثر به د خپلې ټولې وسې تر حده خواري کوي او کله چې پر دې ډاډمن شو چې نور یې نو نه شي صیقل کولای یوازې هغه وخت یې د مخاطب مخې ته ږدي. له هنرمن څخه یوازې همدومره تمه کېدای شي چې نه ځان وغولوي اونه د مخاطب سترګوته خاورې ورواچوي.
ښه او بد سبک به په ادب پېژندنه کې ډېر ګټور مفهوم نه وي خو د استاد شپون لیکنې ځکه پر موږ خوږې لګي چې استاد موږ ته په درنه ګوري، په خپل کاله کې چې څه لري هماغه مو مخ ته ږدي خو د لوښي په مینځلو کې ناغېړي نه کوي.
مېدین نه خې دی نه بد، مېدین له خپلو خلکو اوخپل کار سره مینه لري اوهمدا یې کمال دی.