په اوکراین کې د روزنیز ماموریت پر مهال د دوه الوتکو د ټکر له کبله درې پیلوټان وژل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي پر خپله فیسبوک پاڼه په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې دا پېښه تېره ورځ د ژیتومیر سیمې پر فضا رامنځته شوې.
د هغه په خبره په پېښه کې د « اندري پیلشکوپ» په نوم د دوی یو مهم افسر هم وژل شوی دی.
نوموړي که څه هم په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی، خو ویلي یې دي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
په ورته مهال رویټرز خبري اژانس لیکلي چې یاده پېښه تېره ورځ سهار د دوه L-39 الوتکو د ټکر له کبله رامنځته شوې.