سمسور نیوز (۲۳تله۱۴۰۱) د افغانستان ا.ا ویاند په ترکیه کې د علماوو نړیوالې ناستې ته په وینا کې ژمنه کړې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو په پرانېستلو کار روان دی.
د علماو او مدارسو د اتحادیې اوومه غونډه د ترکیې په دیاربکر کې نن جوړه شوې ده.
نوموړي دې غونډې ته ویلي، چې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصېدل حتمي دي او دوی اوسمهال نجونو ته د نصاب په سمونې، د تګ راتګ لپاره د ترانسپورټي وسایلو په چمتو کولو او د جلا ښوونیز سیستم په جوړولو بوخت دي.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په وار، وار د ښوونځیو د پرانیستلو ژمنې ورکړي، خو لا هم د یوه کال په تېرېدو دا ژمنې نه دي عملي شوي.