جاپان: هڅه کوو، د اوسني حکومت او نړۍ اړیکې نږدې کړو

جاپان: هڅه کوو، د اوسني حکومت او نړۍ اړیکې نږدې کړو


  • 9 مياشتي دمخه (21/02/2024)
  • Aqila Asad
  • 332

جاپان وایي چې له افغانستان سره یې مرستې دوامداره دي او غواړي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په جوړښت او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جاپان له سفیر سره دلیدنې پر مهال ویلي چې د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون له نړۍ سره د تعامل او اړیکو د خرابوالي په معنا نه دی او هڅه کوي چې په نورو داسې غونډو کې مثبت او معنی لرونکی ګډون ولري.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د جاپان سفیر تاکا یوشي کورومیا وویل، چې جاپان غواړي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په جوړښت او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.

د جاپان سفیر دغه راز له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د بیارغونې، پراختیايي چارو، روغتیا او د ظرفیت لوړونې په برخو کې پروژې پلی کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم جاپان له افغانستان سره په علمي او نورو برخو کې مرستې کړې دي.