زرلښت خفیظ د شهيدانو د چم شاعره


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پیر محمد کاروان
  • 1150

د زرلښت حفيظ (د سولې انتظار)

د مېندو مترنمه الله هو للوللو، خپل ماشوم سنګارول، په مينه ورکتل اوخوږې ماشومانه خبرې ورته کول يوه ښايستوکې شاعرانه دنياګۍده.دادنياګۍ ترپلرونو او سړيوډېره دښځو او مېندورسېدلې ده.که شاعرله خيال،مشاهدې او د ژوندله پېښوسره داسې مينه وکړي لکه موريې چې په صداقت اواخلاص له خپل ماشوم سره کوي نو د داسې شاعر شعر به په ټوله معنی يوښکلی شعر وي.يوه لوی سړي ويلي دي:
_څوک چې ژړلی نه شي هغه شعرنه شي ويلای.ډېرښه يې ويلي.تاسوبه دې ټکي ته ځير شوي ياست چې ځينې خلک ترځينونورويې ډېرحساس وي.کله چې يوه په زړه پورې اوښکلې خبره اوري ،اوياله يوې هنري پېښې اوصحنې سره مخ کيږي په سترګوکې يې اوښکې راځي.د داسې حساسوخلکوفطرت زيات شعر،هنراولطيفه فنونوته جوړ،وي.که حقه خبره وکړوددرداودخوشحالۍ اوښکې ترنارينه وودښځوډېرې اوپه طبيعي ډول راځي.زمامطلب دادی که چيرې داسې حساسې نجونې اوښځې شعراوبل هرهنرته په فطري اوصميمانه ډول زړونه راټول کړي نوباوردی چې شهکارونه به وپنځوي.دااوږدې خبرې مې دقدرمنې خوراونازولې شاعرې زرلښت حفيظ دشعرونودراتلونکي کتاب دپاره وکړي.درنې اوعزتمنې پښتنې شاعرې د خپلې شاعرۍ کتاب تيارکړی اوپرګرانو لوستونکيو يې پېرزوينه کړې ده.دشاعرې خورداشاعري ماته په څودليلونوښکلې ، خوږه او صميمانه ښکاري.

١- يوخود دې کتاب شاعره ښځه ده ښځه موروي مور داولادله زړه ترهرچاښه راځي.هغه متل دی چې وايي:د مور زړه په زوی او د زوی په وچ کاڼي.تاسوبه ډېرډېر اورېدلي وي چې دشاعرشعراودهرهنرمندتخليق دشاعراوهنرمندداولادحيثيت لري.چې داسې ده نودا يوه شاعره اوهنرمنده ښځه يامورلکه څنګه چې دخپل ځيګرله ټوټې سره يې زړه تړلی وي کيدای شي همداسې دزړه پيوندله خپل تخليق سره هم پيداکړي.چې دمينې اواخلاص دا پيوند د دوی شعراوهنرته ښکلااويوطبيعي خوندورکولی شي.
٢-دقدرمنې شاعرې خوربله ځانګړنه داده چې له خپل وطن مهاجره ده،چې له اوو سمندرونو او زرګونوغرونو هاخوا له ګران افغانستان لرې په کاناډا کې اوسېږي.
شاعره خور ياد خيال په يبلو پښو د خپل ماشومتوب په کوڅوکې ګرځي اوياهم په خپلوستړيوخوبونوکې کله کله وطن ته راپېښه کوي.داخيالي اورويايې راتګ يې هم خوشحالوونکی ځکه نه دی چې لاخوزمونږپه وطن کې دغم اوداضطراب ويره خوره ده اوداطمينان ښاپيرۍ خدازده په کومه ورکه جزيره کې خوب وړې ده.کله چې زمونږ شاعره په دې رويايي اوخيالي سفرکې وطن ته راپېښه وکړي، نو خپل شعرونه د ماشومانو له اوښکو او سلګيو ډکوي، چې بيا له خپل شعرسره لکه دشهيدمورپه چيغوچيغوژاړي.پخپله شاعره دشهيدانودچم اوسيدونکې،د ورارې خورلڼه ،دبورې خپله اود شهيدانوخورده ځکه خويې په شعرونوکې زمونږدوطن دلويودردونويادهم راغلی دی.
٣-پاتې دې نه وي چې داشاعره دطب ډاکټره هم ده.تل يې له ناروغانوسره کاروي.پر زخمونوپټۍلګوي،ددردونودرمانګره ده،اودناراموناروغانوترڅنګ لکه بله شمع ترنيمو شپوولاړه وي.يوه ډاکټره شاعره نوبايددپيام پټۍ هم ولګولی شي.يوه ډاکټره شاعره بايد دټولنې دردونودرمان هم وکړای شي.ماچې دشاعرې شعرونولوستي نوداپيامي برخه هم پکې شته.
٤-يوه بله شاعرانه خبره داهم ده چې داشاعره دګلونوله روزلوسره هم ډېره مينه لري.
دشعرونوليکل اودګلونوروزل هم يوڅه تناسب يوله بله سره لري .دشهيدانودچم شاعرې ګرانې خورزرلښت ته دې خدای دشعرونودومره ګلونه ورکړي چې زموږپردرديدلي وطن دشعرونواوګلونوپسرلی راولي.
آمين
دورورۍپه مينه
کاروان
کابل افغانستان

د سولې انتظار

دا ويرونه ماتمونه دغه تور تور ماښامونه
له ژړا نه ډكې سترګې او له غمه ډك وختونه
دغه سوي سوي زړونه دځوانانو دا لوونه
فريادونه د ناويانو ارمانونه د ناويانو
له جنګونو نه په كركه دا ناره زه په بار بار كړم
وير ځپليو پښتنو ته زه د سولې انتظار كړم

د تنكيو زلمو لو دى جنازې دي راروانې
پښتنې در په در ګرځي وينې سرې دي راروانې
ناپوهي د خودغرضو سرې لمبې دي راروانې
د قدرت مسابقو كې تورې شپې دي راروانې
كونډې ژاړي هدېرو كې په زړګي يې ناقرار كړم
وير ځپليو پښتنو ته زه د سولې انتظار كړم

كمزوري ضمير نه دى زه خو وينه ليدى نشم
زه شيرينه د فرهاد يم څنګه مينه ليدى نشم؟
مور سبق د غېرتونو په زانګو كې راښودلى
بس په وير كې د پښتون يم خپه زړونه ليدى نشم
ناروا جګړه روانه دا فرياد زه په بار بار كړم
وير ځپليو پښتنو ته زه د سولې انتظار كړم

لر و برو پښتنو ته د غېرت جګو شملو ته
د كونړ د سيند اواز يم د مومندو سردرو ته
تاتره باندې زه وياړم د وياړونو نښانه ده
د شمشاد د لوړې څوكې د سپين غر ښكلو وږمو ته
د "ولي خان" په مزار كې د يووالي خريدار يم
وير ځپليو پښتنو ته زه د سولې انتظار يم

تاريخونه مې لوستلي د ملالې كارنامه ده
اسارت منلى نشم د غازي ادې كيسه ده
د نازو ادې په ياد كې ما د خير ځولۍ نيولې
پښتانه دي راټول شوي د پښتو په نوم جرګه ده
تور توپان كې ده اېساره د حفيظ زړه به قرار كړم
وير ځپليو پښتنو ته زه د سولې انتظار كړم