بلخ او لوګر کې دوه جلا پېښې؛ د دوو کورنيو لس غړي وژل شوي

بلخ او لوګر کې دوه جلا پېښې؛ د دوو کورنيو لس غړي وژل شوي


  • 10 مياشتي دمخه (03/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 411

په بلخ او لوګر ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې د دوه کورنيو لس غړي وژل شوي دي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ وياند محمد اصف وزيري وایي، تېره ورځ د بلخ مرکز مزار شریف ښار اوومې ناحيې اړوند خراسان سيمه کې نامعلومه وسله‌والو د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.  

وزیري زیاتوي، په وژل شويو کې دوه ښځې او دوه سړي شامل دي. 

د هغه په خبره، د پېښې علت لا تر اوسه معلوم نه دی. 

ده ویلي، امنیتي ځواکونه د پېښې عاملينو د نيولو په لټه کې دي.      

بلخوا لوګر کې هم تېره ورځ يو کس د کورنيو ستونزو له امله د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.  

د لوګر امنیه قومانداني وایي، په وژل شويو کسانو کې د دغه کس مېرمن او یو کوچنی زوی هم شامل دی. 

سرچینه وايي، چې قاتل د پوليسو له لوري نيول شوی دی.