ولسمشر غني نن ماسپښین د کوچیانو ملي ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. ارګ وایي، ولسمشر غني د مالیې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په بېلابېلو وزارتونو او ادارو کې د کوچیانو کوډ پیسې په نورو برخو کې ونه لګوي. ارګ زیاتوي، هغه همدا راز د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ته لارښوونه وکړه، په کومو ولایتونو کې چې کوچیان زیات دي هلته دې په ولایت کې د کوچیانو مشاوریت ایجاد شي او همدارنګه دې د کوچیانو د کدرونو لېست ترتیب او په شفاف ډول دې په بېلابېلو برخو کې استخدام شي.